1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مليبند دطالبانو سره د روغي جوړي غوښتنه وکړه

۱۳۸۸ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير داويد مليبند نن له افغانانوڅخه وغوښتل چي له طالب ياغيانو سره د روغي جوړي لپاره غښتلي ګامونه واخلي او هم دافغانستان ګاونډي هيوادونه بايد له يوې داسي موافقي څخه ملاتړ وکړي

https://p.dw.com/p/MOuA
انځور: AP

د ملييبند د پخلايني دغه ډول يادوني په هغي يوي وينا کي عنوان شوي دي چي نن ناوختي په امريکا متحده ايالاتو کي د مسيچوسيت د تکنالوجي انستيتوت (Massachusetts Institute of Technology) ته يي کوي. دغه ډول يادوني د دي ښکارندوي دی چي لويديځ کي دا ذهنيت ورځ په ورځ قوت پيدا کوي چي هغه طالب ياغيان چي له القاعدي سره خپلي اړيکي شلوي کولاي شي چي د افغانستان په راتلونکي کي يو نقش ولوبوي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو د وزير په وينا کي راغلي دي: د نقل قول پیل:

« په داسي حال کي چي مونږ پوځي او ملکی هڅو ته دوام ورکوو، اوس هغه وخت رارسيدلي چي افغانان په پوره ليواليتا او قوت سره د يو سياسي حل په لټه کي شي». د نقل قول پاي.

هغه وويل چي په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو په مشري د نړيوال ايتلاف له پوځي مداخلي څخه اته کاله وروسته دا بسيا نه کوي چي خلکو ته وويل شي چي ولي دا جګړه پيل شوه. ملييبند په خپلي وينا کي چي عنوان دي، «په افغانستان کي جګړه» څرنګه پاي ته ورسيږي یادونه کوی: «مونږ بايد هغه لاري چاري پيدا کړو چي څرنګه دغه جګړه پاي ته ورسو.» .

هغه زياته کړه: «افغانستان به هيڅکله يوي پايښت لرونکي سولي ته ونه رسيږي، مګر دا چي ډير زيات نور افغانان هم په سياسي سيستم کي ورګډ شي. او ګاونډيان له هغوي سره په دي سياسي پروسه کي ملاتړ وکړي.»

د بريتانيا عام وګړي ورځ په ورځ په افغانستان کي د خپلو سرتيرو له مرګ ژوبلو څخه انديښمن کيږي. يواځي په همدا تيرو لس ورځو کي شپږ بريتاني سرتيري په افغانستان کي وژل شول او په دي ترتيب له 2001 کال څخه تر اوسه پوري د هغو شمير 272 ته ورسيد.

د بريتانيا حکومت چي په راتلونکو څو مياشتو کي له پارلماني تاکنو سره مخامخ دي او هيله لري چي هغه وګتي، سختی هلی ځلی لری تر څو د خپل هيواد خلکو ته ډاډ ورکړي چي له افغانستان څخه د خپلو 9500 سرتيرو د ايستلو لپاره يو ستراتيژی جوړه کړی.

د اوني په سر کي د بريتانيا صدراعظم هلمند ته تللي ؤ چيرته چي له خپلو هغو 4000 سرتيرو سره وليدل چي په مارجه باندي په مشترک نومو عمليانو کي ګډون درلود.

د کابل د پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزي چي د افغانستان سياسي موضوعات له نژدي څاری وايي چي لويديځ هيوادونه په خاصه توګه امريکا متحده ايالات او بريتانيا د خپل عامه ذهنيت تر فشار لاندي دي چي له افغانستان څخه خپل سرتيري وباسي. ستانکزي د المان غږ راډويو سره په يوه مرکه وويل چي د مارجي له عملياتو څخه وروسته هلمند ته د بريتانيا د صدراعظم سفر په خپله ګټه د سياسی نمرو د ترلاسه کولو په موخه ؤ:« هغه یعنی براون څو میاشتی وروسته باید پارلمانی ټاکنی وګټي.»

په امريکا متحده ايالاتو کي د مسيچوسيت د تکنالوجي انستيتوت ته په خپلي چمتو شوي وينا کي د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير دا هم ويلي دي چي د هغو ياغيانو چي له القاعدي سره خپلي اړيکي شلوي، خپلي وسلي په ځمکه ږدي او غواړي چي د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کي ژوند وکړي سربيره، د افغانستان په سياسي حل کي ګاونډي هيوادونه هم بايد خپل نقش ولري. مليبيند وويل، د هند، پاکستان، روسي او چين له ګډون څخه پرته د افغانستان د لانجي سياسي حل نه بشپړ کيږي.

جمهور رييس کرزی پلان لري چي د اپريل په 29 د سولي کنفرانس په کابل کي داير کړي تر څو له وسلوالو طالبانو او د هغوي له مشرانو سره د يوي روغي جوړي پر سر خبر وکړي.

خو طالبانو په وار وار سره د کرزي دا ډول يو وړانديز رد کړی او ويلي دي چي مخکي له هر څه بايدبهرني ځواکونه افغانستان خوشي کړي، که څه هم ځيني آزمايښتي «خبري د د خبرو» په هکله سرته رسيدلي دي.

RTRE/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري