1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا ندیم: پخواني نظام د ښځو د بې عزتۍ لار جوړه کړې

۱۴۰۱ دی ۱۷, شنبه

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر، ندا محمد ندیم، په یوه وېډیو کې د افغانستان پر پخواني حکومت تور لګولی چې د ښځو له پاره ېې «د فساد او بې عزتۍ» لارې جوړې کړي. ويډیو پر ټويټر خپره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Lqq1
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر، ملا ندا محمد ندیم
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر، ملا ندا محمد ندیمانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د دغه وزیر له خبرو داسې ښکاري چې د هغه په آند په موسساتو کې د ښځو کار کول، ورزشي کلبونو او بازار ته د ښځو تګ د هغوی بې عزتي ده. هغه په خپلو خبرو کې وايي چې «د بې عزتۍ دغه لار» دوی نه ده جوړه کړې، بلکې له پخواني نظامه ورپاتې ده.

امنیت شورا د طالبانو له خوا د ښځو کار د منع کیدو په اړه بحث کوي

ملا ندیم په خپلو خبرو کې زیاتوي: «که زه هم دغسې روان پاتې سمه، چې پروا نکوي ښځه دې په موسسه کې کينې، پروا نه کوي بې حجابي دې هم وي، پروا نه کوي ښار ته دې هم روانه وي، پروا نه کوي د ښځو د سپورت له پاره دې هم ښار ته راوځي په کلب کې دې ناسته وي»، نو خدای خلکو او علماو ته به څه ځواب وایم. ملا ندیم وايي چې دا د دوی د حکومت «مکلفیت او مجبوري ده.»

طالبانو په وروستیو کې ښځې او نجونې له پوهنتونه منع کړې او ورپسې ېې په یو بل اقدام کې په غیرحکومتي موسساتو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز ولګاوه. دوی وايي دغه بندیزونه تر »امر ثاني» پوري دي.

د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي

نړيوالو د طالبانو پر دغو اقداماتو سخت غبرګونونه ښودلي دي او له هغوی ېې غوښتي چې له دغو تصمیمونو څخه ېې په شا شي.

 تر دغو اعلانونو وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوي د معاونیت دفتر (یوناما) د طالبانو د رئیس الوزرا له مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي سره وکتل. یوناما ویلي چې له تعلیم، تحصيل او په غیردولتي موسساتو کې له کار څخه د ښځو ممنوعيت، افغانستان کې ميلیونونو خلکو ته زیان رسوي.

وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمیسار، ولکر تورک، د افغانانو پر وضعیت اندېښنه وښوده او وې ويل چې په افغانستان او ایران کې ښځې له خپلو حقونو د محرومولو له پاره تر »سیستماتيک« برید لاندې دي. هغه ويلي دي چې غواړي طالبانو سره د مخامخ خبرو له پاره کابل ته ولاړ شي.

«د ښځو پر کار بندیز به د ماشوم کارګرو شمیر لا زیات کړي»

خو ملا ندا محمد ندیم په خپلو خبرو کې وايي چې د دوی د نظام «بقا د کفارو د رضا» په حاصلولو کې نه ده. نوموړي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په یوه بله ويډيو کې ويلي وو که چېرته د «خلکو آبادي او تمدن د اسلامي امارت اصلي مقصد وی»، نو دوی به له ابتدا امریکا سره جګړه نه کوله او د هغوی غوښتنې به ېې منلې وی.

د ملا ندا محمد ندیم د ویناو ويډیو ګانې د هغه په نوم پر ېو ټويټري حساب هم خپريږي، خو دا چې دغه حساب د هغه خپل دی او که نه روښانه نه ده.

د ټولنیزو رسنیو يو شمیر کارونکو د ملا نديم وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی. د عبدالربېع په نوم د ټويټر یو کارونکي ليکلي: »...اسلام تعلیم فرض کړی چې طریقه یې سمه نه وه خو دا دوه کاله کیږي ولې جوړه نه کړه.»

شهاب الدین دلاور: افغانستان به د علم زانګو او د علم مرکز ګرځي

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر مخکې ويلي وو چې پوهنتون ته د ښځو او نجونو پر تلو ېې ځکه بندیز لګولی چې د ښځو له پاره لازم خوندي شرایط نه وو اماده او پوهنتونونو د دوی د سپارښتنو مطابق حجاب نه رعایت کاوه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل