1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملا محمد عمر څوک وو؟

مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبه

د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد چي د ناټو پر ضد يې د تر ټولو اوږد جنګ رهبري کوله د افغان حکومت په حواله دوه کاله دمخه مړ سوی دی. طالبانو هغه ته د اميرالمومنين او مخاليفينو يې ورته د جنګي جنايتکار خطاب کاوه.

https://p.dw.com/p/1G7Dd
انځور: Getty Images/AFP/BBC NEWS

د افغانستان د وسله والو طالبانو د مشر ملا محمد عمر په اړه ويل کيږي چي په افغانستان کي يې د پخواني شوروي اتحاد او وروسته د امريکا په مشرۍ د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده.

عمر چي خپله يوه سترگه يې د شوروي ځواکونو سره په جنگه بايللې وه په۱۹۹۰ کلونو کي يې د افغانستان پر نزدې۹۰ سلنه خاوره واکمني کوله. هغه د ډېرو خلکو له پاره يو داسي ناپېژندل سوی کس وو، چي په هکله يې ډېر کم معلومات سته.

دا چي ملا محمد عمر چيري او څه وخت ږېږېدلی دی، په هکله يې معلومات توپير لري. خو د ده هغه بيوګرافي چي طالبانو ته په منسوبه وېبپاڼه کي خپره سوې ده، راغلي دي چي هغه د کندهار په خاکرېز وسلوالي کي په۱۹۶۰م کال کي ږېږېدلی وو.

عمر لا پنځه کلن وو چي بې پلاره سو او تر هغه وروسته دی د روزګان ولايت ته تللی او هلته د خپلو دوو اکاګانو سره يې ژوند کاوه. عمر په ۱۹۷۹م کال کي چي شل کلن وو، خپل ديني تعليم نيمګړی پرېښود او په افغانستان کي له د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو پر ضد جنگ پيل کړ.

په ۱۹۸۹م کال کي له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته ملا محمد عمر له نورو مجاهدينو سره د کابل حکومت پر ضد جګړې ته ادامه ورکړه.

د طالبانو رامنځ ته کېدل

په افغانستان کي د نجيب الله له خوا مجاهدينو ته د واک تر سپارلو وروسته په خپلو د جهاديانو تر منځ د واک پر سر خونړۍ کورنۍ جګړه پيل سوه. خو ملا محمد عمر په دغو جګړو کي برخه نه لرله. ويل کيږي چي عمر په دغه وخت په کندهار کي د يوه کلي د مسجد ملا وو (غالباً به دغه کلی سنگيسار وو).

ملا محمد عمر هغه وخت په کندهار کي د وسله والو پر ضد د فعاليت پرېکړه وکړه، چي د ده په نظر د هغوی ناوړه اعمال ډېر سول.

د طالبانو د تبليغاتو له مخي کله چي په ۱۹۹۴م کال کي په افغانستان کي کورنۍ جګړه خپل اوج ته رسېدلې وه، نو ملا عمر خوب وليد چي يوه سپين سرې ښځه پلو ورته غوړوي چي دغه ګډوډي ختمه کړي.

عمر بيا تر دې وروسته د خپلو نزدې۵۰ طالب ملګرو په مرسته په کندهار کي د ناقانونه ځنځيرانو او پوستو په له منځه وړلو لاس پوري کړ. په دغو پوستو او پاټکونو کي له خلکو څخه په زور پيسې اخيستل کېدلې. دغه په افغانستان کي د طالبانو د واکمنۍ پېل وو چي د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کالونو تر منځ يې دوام وکړ.

طالبانو په ۱۹۹۶م کي کابل ونيو او پخواني ولسمشر نجيب الله يې وواژه. طالبانو په افغانستان کي «اسلامي امارت» جوړ او خپل مشر ملا محمد عمر يې امير المؤمنين اعلان کړ.

د ملا محمد عمر د واکمنۍ دوره

طالبانو په ۱۹۹۸م کال کي د افغانستان پر تقريباً۹۰ سلنه برخه کنټرول درلود. هغوی په دغه برخه کي شريعت نافذ کړ چي بنياد يې له اسلامه د دوی خپل تعبير وو.

د ملامحمد عمر پر رژيم تور دی چي بشري حقونو يې تر پښو لاندي کړي او دا چي د هيواد په شمال کي يې ډله ييزه وژني کړي دي. دغه رژيم ښځي د تعليم او د خپل مېړه له انتخاب څخه محرومه کړي وې.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان د القاعدې په ځاله بدل سو. ويل کيږي چي د القاعده مشر اسامه بن لادن، کندهار ته نژدې اوسېدی او له ملا عمر سره يې نژدې اړيکي ساتلې.

ملا محمد عمر چي ديني زدکړي يې کړي وې، ويل کيږي چي په عربي ژبه يې هم خبري کولای سوای. هغو ډېرو لږو کسانو چي له ملا عمر سره يې ليدلي دي، وايي چي هغه يو ډېر عادي انسان وو چي چاري يې د داسي ملايانو له خوا اداره کېدلې چي له پاکستان سره يې نژدې اړيکي لرلې.

د طالبانو رژيم او القاعده شبکې اړيکي د طالبانو له پاره ډيري اساسي وې. ځکه دوی د دغه شبکې څخه مالي مرستي ترلاسه کولې. القاعده ته بيا د دغو اقتصادي مرستو په بدل کي خوندي ځای ورکړل سوی وو.

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر مياشتي پر ۱۱ پر امریکا متحدو ايالاتو تر بريدونو وروسته، امريکا د دغو بريدونو پړه پر القاعده او اسامه بن لادن واچوله او له طالبانو څخه يې د هغه د ور سپارلو غوښتنه وکړه. خو ملا عمر له دې کاره ډډه وکړه چي په نتيجه کي يې د امريکا پر افغانستان پوځي يرغل وکړ. دا په افغانستان کي د ملا عمر په مشرتوب د يوې نوي او اږدې جګړې پېل وو.

تر۲۰۰۱م کال وروسته ژوند

ويل کيږي چي ملا محمد عمر په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان باندي د امريکا د يرغل پرمهال د افغانستان او پاکستان په سرحدونو کي چيري پټ سو او له هغه ځايه يې د ناټو او افغان ځواکونو پر ضد د طالبانو د جګړې مشرتوب کاوه.

وروسته ملا عمر د حقاني او تحريک طالبان پاکستان ډلو سره اتحاد جوړ کړ او وروسته بيا د کوټي د شورا په نوم ډلي په افغانستان او پاکستان کي د دغي ډلي د فعاليتونو لارښوونه کوله.

ويل کيږي چي د پاکستان استخباراتي ادارې د ملا محمد عمر پراخ ملاتړ کاوه او دا چي پاکستان په افغانستان کي د هند پر ضد يوه نيابتي جګړه پر مخ بېوله. خو پاکستان هميشه دغه ډول تورونه او له ملا عمر سره اړيکي لرل نه مني.

تر۲۰۰۱م کال وروسته د ملا محمد عمر جنګياليو خپل جنګي تاکتيک ته بدلون ورکړ او تر زياتي اندازې يې د سړک د غاړي ماينونو او ځانمرګو بريدونو ته زور ورکړ. دغه تاکتيک نه يوازي د بهرنيو او کورنيو ځواکونو له پاره ډېر خونړی وو، بلکي په زرونو ولسي وکړي هم قربانيان سول.

افغان حکومت څو واري ملا عمر سولي ته راوباله او په انتخاباتو کي يې د گډون بلنه ورکړه. خو هغه ويل چي تر هغه وخته به خپلي جګړې ته ادامه ورکړي، څو له افغانستانه بهرني ځواکونه وتلي نه وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب