1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملادیچ د لمړی ځل لپاره د محکمی په وړاندی راښکاره شو

۱۳۹۰ خرداد ۱۳, جمعه

شکمن جنګی جنایتکار، راتکو ملادیچ، د لمړی ځل لپاره د ملګرو ملتونو د جنګی جرمونو د محکمی په وړاندی د جمعی په ورځ په ډینهاګ کی راښکاره شو. په ده د 11 جرمونو تور لګول شوی

https://p.dw.com/p/11Tx3
راتکو ملادیچ
راتکو ملادیچانځور: dapd

د محکمی قاضی، الفونس اوری، د ملادیچ په وړاندی د هغه د جرمونو تفصیل ولوست. چی په کی د قتل عام سربیره په جګړه کی جنایتونه او او د بشریت خلاف جرمونه شامل ول.

په ملادیچ تور دی چی په بوسنیا کی د 1992-1995 کلونو جګړی په مهال د 8000 مسلمانانو قتل عام د ده په لار ښونه تر سره شوی.

دغه قتل عام د دغی جګړی یو له لویو ظلمونو څخه وو. په دغي جګړي کی شاو خوا 100000 انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په محکمه کی ملادیچ وویل چی هغه ډیر مریض دی او زیات وخت ته ضرورت لری ترڅو په ده د لګيدليو تورونو په سر غور وکړی.

په ملاديچ اوس مهال د 11 جورمونو تور لګيدلي. په محکمی کی قاضی ملادیچ ته واک ورکړ چی د دغو تورونو په وړاندی خپله دفاعيه سمدستی او یا هم د 30 ورځو دننه وړاندی کړی.

کله چی ملاديچ ته د هغه د تورونو ليست ولوستل شو هغه وويل چی د هغو کارونو په اړه يی پخوا هیڅ څه هم نه دی اوریدلی.

ملادیچ به د ملګرو ملتونو په قید کی پاتی شی. د هغه بله محکمه به د راتلونکی جولای مياشتی به څلورمه نيټه تر سره شی.

دویچه ویله / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش