1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مقتدی " الصدر ": مونږغواړو، چې د عراق ولس د وينو تويول پايته ورسوي

۱۳۸۷ فروردین ۱۲, دوشنبه

د عراقي پوځ او شيعه ملېشې ترمېنځ ترپنځوورځوجګړووروسته، مخورواعظ مقتدی " الصدر " تېره يکشنبه (۱۳۸۷/۱/۱۱) له خپلوپلويانونه د جګړو د پايته رسولوغوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/DbNz
Muktada al-Sadr
Muktada al-Sadrانځور: AP

شيعه مذهبه واعظ مقتدی " الصدر " په هغه پيغام کې، چې په نجف کې يې پخپل مرکزي دفتر کې خپور کړ، خپلوپلويانوته وايي، چې " مونږغواړو، چې د عراق ولس د وينو تويول پايته ورسوي او د هېواد ثبات اوخپلواکي وساتي.

" الصدرزياتوي، زه د دې غوښتنه کوم، چې ټول وسله وال وګړي له سړکونوڅخه لاړشي ـ په بصرې اوپه ټولونوروولايتونوکې. څوک، چې لدې وروسته وسله په لاس په سړکونوکې ګرځي اوپردولتي ودانيوباندې يرغل کوي، نورزمونږپه جمله کې نه شمېرل کيږي.