1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د ټاکنو په قانون کې بدلونونه رامنځ ته شوي"

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو په قانون کې د ځينو بدلونونو له رامنځ ته کیدو څخه خبر ورکړ. د دې کمیسیون مشر وویل چې مخکې تر وخته ټاکنې د قانون خلاف عمل دئ.

https://p.dw.com/p/14scJ
انځور: AP

په تیره یوه لسیزه کې د افغانستان پارلماني او ولسمشریزي ټاکني تل د درغلیو له تورنو سره مل وي. د افغانستان په وروستیو پارلماني ټاکنو کې د جعلي کارتونو له کارولو نیولې تر د مالي فساد شتون پورې تورونه په بیلابیلو سازمانونو باندې ولگول شول.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون تل رامنځ ته کیدونکي ستونزې له قاوني تشو زیږنده بولي. اوس نو دې کمیسیون په راروانو ټاکنو کې د ستونزو د مخ نیوي له پاره د ټاکنو په قانون کې یو شمیر بدلونونه راوړي دي.

د افغانستان د ټاکنو د کمیسیون د مشر فضل احمد معنوني، په خبره د رامنځ ته شوو بدلونونو هدف د هغو قانوني تشو ډکول دي چې له امله ئې په تیرو ټاکنو کې ستونزې رامنځ ته شوي دي:

«د ټاکنو په اوسني قانون کې مو تر پنځوس سلنه ډیر بدلون راوستی دئ. دا بدلونونه د دې له پاره دي چې د تیرو کلونو له ستونزو مو مخ نیوی کړی وي. تاسو شاهدان یاست چې په تیرو پارلماني ټاکنو کې د ټاکنو د لانجو د هوارولو له پاره د حکومت له خوا څو کمیټې جوړې شوې او څو ادارو ته دندې ورکړل شوې چې هرې یوې به پخپله خوښه عمل کاوه. دا ټول د قانوني تشو د شتون له کبله ول چې بیا به تکرار نه شي.»

د چارواکو په خبره اوس مهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر داسې یوه پلان کار کوي چې له مخې به ئې د دوی پر وړاندې ټولې ستونزې له منځه ولاړې شي.

په دغه پلان کې د ټاکنو په کمیسیون کې د فساد له منځه وړل او همدا راز د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د کمیسیون د لګښتونو راټیټول شامل دي.

"د ټاکنو د مهال ویش بدلول د قانون خلاف عمل دئ"

تر دې مخکې ولسمشر کرزي ویلي وو چې له خپلې کاري ډلې سره په دې اړه خبرې اترې کوي چې را روانې ولسمشریزې ټاکنې له ټاکل شوي وخت یو کال مخکې تر سره کړي. خو د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي، وایي چې د ټاکنو د مودې را مخ ته کول د قانون د ماتولو معنی لري چې د هغه په خبره دا کار شونی نه دئ:

«زموږ باور دا دئ چې را روانې ولسمشریزې ټاکنې باید چې د ملک برخلیک ته ډیرې مهمې دي پخپل وخت تر سره شي ځکه د افغانستان په اساسي قانون کې دا په واضح ډول لیکل شوي دي چې ټاکنې به پخپل وخت او ان پخپله ځانګړې ورځ، چې په قانون کې مشخصه ده تر سره کیږي.»

د مهال ویش له مخې را روانې ولسمشریزې ټاکنې به په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو له نیټې سره سم تر سره شي.

خو اوس ویره دا ده چې ایا په دغه کال کې به د ټاکنو له پاره شرایط برابر وي او که نه، ځکه چې په دغه وخت کې له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري وځي او د دغه هیواد ټول امنیتي مسئولیتونه افغانانو ته سپارل کیږي.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش