1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

معنوي:د ټاکنو د پايلو د باطلولو هلي ځلي يو خوب دی

۱۳۸۹ آذر ۲۱, یکشنبه

وروسته تر هغه چي د لوی څارنوالۍ لخوا د پارلماني انتخاباتو د نتايجو د لغوه کولو غوښتنه وسوه د انتخاباتو کمېسیون په افغانستان کي د يو بحران د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چي نوموړی کمېسيون زور ته نه تسلميږي.

https://p.dw.com/p/QWQF
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ريس فضل احمد معنوي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون ريس فضل احمد معنويانځور: AP

د انتخاباتو کمېسيون ريس فضل احمد معنوي د يکشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي وويل چي د انتخاباتو د باطلېدو سلاحيت هيڅ څوک نه لري.

معنوي وويل ځني خلک په دې دليل چي د هغوی غوښتني نه دي منل سوي، د انتخاباتو د نتايجو د باطلېدو کوښښ کوي. « دوی فکر کوي چي په دې خبرو سره افغان ولس تيريستل کیږي. آيا په دې خلک نه پوهيږي چي ددې فضيې تر شا څوک دي، څه يې غوښتل او ولي يې څه په لاس ورنه غلل او تر اوسه پوري ولي دوام لري؟»

هغه دغه راز ټينګار وکړی چي د انتخاباتو کمېسيون به و هيڅ ډول زور ته تسلیم نه سي.« په دې پوه سی چي موږ و زور ته هيڅ وخت نه تسلميږو او په افغانستان کي هيڅ ډول زور زياتي نتيجه نده ورکړې. فکر کوم چي ددې زور تاوان به خپله هغه څوک ورکړي چي پيل کړی يې دی.»

معنوي وويل په کومت او د هغه څخه د باندي يو شمېر اشخاصو وروسته تر هغه چي خپله د خوښی کانديدان يې پارلمان ته و نسوای لېږلی د لوی څارنوالی لخوا يې په زور لاس پوري کړی.

د لوی څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري تيره ورځ وويل چي په رای شمېرنه کي د بې قانوني په دليل يې د انتخاباتو د نتايجو د باطليدو غوښتنه کړې ده. هغه ويلي ول: « د افغانستان لوي څارنوالي هيله منده ده چي د عمومي مدافع او منافع لپاره د هيواد محاکم د انتخاباتو د وروستيو پايلو نتايج لغوه کړي.»

خو د انتخاباتو د کمېسيون ريس معنوي وايي چي د افغانستان لوی څارنوالي د انتخاباتو د نتايجو د باطلۍ په اړه هيڅ سند په لاس کي نه لري.

د لوی څارنوالي د هغه اقدام په اړه چي د انتخاباتو پايلي دي لغوه اعلان سي د انتخاباتو د شکايتونو کمېسيون هم هغه غيري قانوني اعلام کړي.

ددغه کمېسيون د چارواکو په خبره به غير ددغه کمېسيون بل هيڅ څوک دا حق نه لري چي د انتخاباتو په چارو کي د خالت وکړي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل