1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران مظاهرې څرنګه پیل شوې؟

۱۳۹۶ دی ۱۲, سه‌شنبه

د ایران په ځينو ښارونو کې مظاهرو داسي بڼه اخيستې ده چې وړاند وینه یې نه کېده. مظاهرې لومړی مذهبې مشرانو پیل کړې، خو اوس سیکولار کسانو په لاس کې نیولې دي چې د ملایانو د رژیم مخالف دي.

https://p.dw.com/p/2qDBr
Iran Proteste gegen Regierung in Teheran
انځور: Getty Images/AFP/STR

د ایران د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري مظاهره کوونکو ته په خطاب ویلي ول: احتیاط وکړئ. د هغه په خبره هر هغه څوک چې سیاسي لاریونونه پلانوي، له دې ګواښ سره مخامخ دي چې د لاریونونو کنترول له لاسه ورکړي. هغه روښانه کړه چې دا موضوع د هغو کسانو په حق کې هم صدق کوي چې مظاهرو ته خلک هڅوي.

هغه وویل: «د دغو پیښو تر شا خلک به خپلي ګوتي وسوځوي. هغوی فکر کوي چې په خپل دې کار سره حکومت په نخښه کوي.» خو جهانګیري په خپلو خبرو کې روښانه کړه چې مظاهره کوونکي به دې کار سره یوازې ځان ته تاوان ورسوي.

هغه ښايي رښتیا ویلې. ځکه تر اوسه پورې په مظاهرو کې ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر کسان بیا حکومتي ځواکونو نیولي دي.

مظاهرې له مشهد ښاره پیل شوې. دا ښار له ترکمنستان سره د ایران پولې ته نزدې پروت دی چې درې میلیون وګړي لري. مشهد همداراز د ۲۰۱۷م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني، د رقیب ابراهیم رئیسي، ټاټوبی دی.

Ayatollah Khamenei und Hassan Rohani
د ایران مذهبي مشر خامنه ای او د دې هیواد ولسمشر حسن روحاني هم ډیر وخت په یوه نظر نه وي.انځور: picture-alliance/dpa

د رئیسي خسر احمد عالم الهدي، چې یو رادیکال مذهبي مشر دی هم په مشهد کې اوسیږي. هغه په وروستیو وختونو کې په ایران کې د کنسرتونو ترسره کیدو ته د اجازه ورکولو پر ضد نیوکې کولې. روانې مظاهرې بیا له هغه وروسته پیل شوې چې د تهران د پولیسو مشر اعلان وکړ چې تر دې وروسته به هغه ښځې چې د ټکرې د پرسر کولو له قوانیو سرغړونه کوي نه نیول کیږي، او پر ځای به يې روزنیزو ټولګیو ته استول کیږي.

پر مذهبي مشرانو سختې نیوې

جهانګیري په خپلو خبرو کې دا موضوع ورسوله چې رئیسې او علم الهدي، له خلکو غوښتي ول چې مظاهرې وکړي. خو اوس داسې ښکاري چې د مظاهرو کنترول د هغوی له لاسه وتلی دی. مظاهرې په لومړي سر کې محافظه کاره بڼه لرله. په لومړي سر کي مظاهره کوونکو ټولنیزي اندیښنې څرګندولې، د بیلګې په توګه د ژوند د مصارفو لوړیدل. خو وروسته بیا د مظاهرو بڼه بدل شوه.

د وخت په تیریدو سره مظاهرې د ایران د مذهبي مشرانو پر ضد شوې. مظاهره کوونکو د مذهبي مشرانو پر سیاسي قدرت، امتیازاتو او هغو نظریاتو باندي نیوکې وکړي چې دوی یې له مخې د ایران ټولنه تنظیمول غواړي. په ټولنیزو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې مظاهره کوونکي پکښې د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای، انځورونو ته اور ورته کړ.

د ایران مذهبي مشر خامنه ای او سیاسي مشر روحاني، هم تل په یوه نظر نه وي. ځيني خلک همداراز د ایران پر سخت دريځه بهرني سیاست باندې هم نیوکې کوي، په ځانګړې توګه د سوریې په موضوع کې د ایران دریځ.

د بي بي سي، په حواله مظاهره کوونکو داسې شعار ورکاوه: «نه غزه، نه لبنان، زما ژوند د ایران له پاره.» مظاهره کوونکي غواړي چې د ایران مذهبي مشران خپله هغه انرژي چې پر بهرني سیاست باندې مصرفوي، باید د ایران د خپلو ستونزو پر حلولو باندي متمرکزي کړي.

د ټولنیزو ستونزو له کبله نیوکې

 

خلک لوړ انفلاسیون هم اندیښنمن کړي دي. د پخواني شاه محمد رضا پهلوي، د حاکمیت پر مهال د انفلاسیون کچه ۱۵ سلنه وه خو په ۱۹۹۰ لسیزې کې ۲۵ سلني ته ورسیده. خو اوس يې اندازه ۹ سلني ته رالویدلې ده. دا په تیرو ۴۰ کلونو کې په ایران کې د انفلاسیون تر ټولو ټیټه کچه ده.

خو بیا هم ډیر ایرانیان ناخوښ دي. یو دلیل یې په نوې بودجه کې د ټولنیزو مرستو کمښت شامل دی. له دې کبله به ناداره طبقه تر ټولو ډیره زیانمنه شي. د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کوي چې په راتلونکو کلونو کې به په ایران کې د بیکاري کچه ۱۲ سلنه وي.

Iran Proteste gegen die Regierung in Teheran
د دسمبر پر ۳۰مه نیټه په نهران کې مظاهرې.انځور: picture-alliance/abaca/Stringer

«مرګ پر طالبانو»

خلک همداراز غواړي چې له نړیوالو ځواکونو سره د ایران د اتومي تړون مثبتي اغیزې وویني. خو پر ایران باندې د بندیزونو لیري کولو راهيسي تراوسه پوري پر ټولني مثبته اغیزه نه ده کړې. مظاهره کوونکي د دې موضوع پړه هم پر مذهبي مشرانو باندې اچوي. د رپوټونو پر اساس مظاهره کوونکو همداراز د «مرګ پر طالبانو» شعارونه هم ورکړي دي. دا ښيي چې د مظاهره کوونو په نظر د ایران د مذهبي مشرانو او طالبانو تر منځ ډیر توپیر نه شته.

که مذهبي مشرانو په لومړي سره کې د ایران مظاهرې پیل کړې وي، نو د جهانګیري خبره سمه وه، ځکه اوس مظاهرې د مذهبي مشرانو پر خلاف دي.

په داسې حال کې چې د ایران حکومت د مظاهرو د کنترول له پاره سخت دريځ خپل کړی دی خو کارپوهان وایي چې روانې مظاهرې ښايي د یوه لوی خوځښت پیل وي.