1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مطبوعات او رسنۍ دشخړواولانجو په ليري کولو کښي څه کولای سی

۱۳۸۸ خرداد ۱۴, پنجشنبه

نن هم دآلمان دبن په ښار کي درسنيو نړيواله جرګه روانه وه . په دغه جرګه کي اساسي جرو بحثونه او مناقشې پر دې ټکو باندي راڅرخيږي ، چي په نني عصر کي ...

https://p.dw.com/p/I3QE
دبن په ښار کي درسنيو د نړيوالي جرګې يوه صحنه
دبن په ښار کي درسنيو د نړيوالي جرګې يوه صحنهانځور: DW

چي دانترنيت او مولتي ميديا عصر بلل کيږي ، خبري رسنۍ په نړۍ کي څه مهم نقش لوبوي ،او په تيره بيا ددريمۍ نړۍ په لانجه ځپلو سيمو کي مطبوعات او رسنۍ تر کومه حده پوري کولای سي دلانجو او شخړو دکمولو په لاره کي خپله مثبته دنده تر سره کړي . خو دلته داخبره هم ديادوني وړ ده چي خبري رسنۍ او مطبوعات تکړه روزل شوو ژورناليستانو ته اړ دي .

ددويچه ويلي دالمان غږ دراډيو او تلويزيون مشر ايريک بترمن وايي چي دکيفيت له مخي ښه ژورناليزم دپاره بايد پانګي په کار واچولو شي . ده په خپله هغه وينا کي چي د دويچه ويلي دالمان غږ دراډيو دودانۍ په ستر صالون کي يې درسنيو دنړيوالي جر ګې دپرانيستلو په وخت کي دچهارشنبي په ورځ وکړه وويل : چي درسنيو ددومره ډيروالي اورازرازوالي په عصرکي دکيفيت له مخي لوړ ژورناليزم ددې معني نلري چي ګواکي دداسي ژورناليزم وخت نور تيرشوي وي . بتر من پخوا له هغه ددويچه ويلي دغونډو په لوی صالون کي څه ناڅه 1000کسو ميلمنوته چي دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلي دي ښه راغلاست ووايه . او څرګنده يې کړه چي :

«هغه څه چي مونږ ليد لی سو دادي چي له يوې خوا پخپله په لانجو کي بدلون راځي، او له بلي خوادهغه په هکله رپوټ ورکولو کي هم په هغو کي بدلون راوستل کيږي . همدغه ډول په اصطلاح نوي رسنۍ په لانجوکي په زياتيدونکي ډول سره نقش لوبوي . مونږ غواړو چي په ګډه سره پدې کي مشوره وکړو چي درسنيو دډيرو ډولونو پدغه عصرکي، رسنۍ څومره داامکان په لاس لري چي ددې پرځای چي دلانجوله امله رسيدلي ضررونه بدرګه کاندي، دهغو مخ ونيسي، او دهغو په وړاندي وقايه منځ ته راوړي .

دا په اصطلاح نوي رسنۍ ندي چي په ژورناليزم کي تغير راولي اوهغه ويجاړوي، بلکه هغه غبرګون چي دبازار داوسني بدلون په وړاندي ښودل کيږي ،ژورناليزم ته تاوان رسوي . کاپي اونقل کول ، زړه اوله کاره لويدلي فلسفه اودمحتوا تکرار اواقتباسونه هغه پديدې او انکشافات دي چي، دخطرونه ډکو بدلونونو باعث کيږي . پريږدۍ چي واضح ووايم چي ددغو « ديجيتالوچټليو» مخه بايد ونيوله شي اوموږ ژورناليستان بايد لدي چټليوڅخه کاروانخلو. »

په غونډه کښي د يوې ځواني ژورناليسټي ګډون
په غونډه کښي د يوې ځواني ژورناليسټي ګډونانځور: DW

داچي مطبوعات اوخبري رسنۍ په دريمه نړۍ کي دشخړو دکمولواويامخنوي لپاره څنګه نقش لوبولی سي ،پدي اړه د دويچه ويلي دالمان غږ دراډيو پخواني تجربه کاره خبريال پيتر فليب وايي چي :

«زما په عقيده مطبوعات اوخبري رسنۍ په خپله دلانجو اوشخړو مخه نسي نيولی، خومطبوعات اوخبري رسنۍ پدې برخه کي خپله ونډه تر سره کولای شي . دمثال په ډول دذهنيتونو دروښانه کولو له لاري، اويا دسياستوالو دذ‌هنيت له بدلولو سره، په يوه سيمه اويا يوه هيواد کي دشخړو مخنيوي وکړي اويا دروانو لانجو په لار کي خپله ونډه ترسره کړي . »

پدې اړه چي دنړۍ په جګړه ځپلو او بحران ځپلوسيموکي دشخړو دکمولو لپاره، خبري رسنۍ څه کولای شي، يو سوماليايي خبريال قاسم چي په بن کي يې درسنيو په جهاني جرګه کي برخه اخيستې ده وايي،«زه فکر کوم چي په دريمه نړۍ او پرمختلونکو هيوادونوکي نا پيلي خبريالان، اودبېطرفه مطبوعاتو نقش ډير مهم دی . دمثال په ډول که مونږ په سوماليه کي وګورو،هلته آزاد مطبوعات او ناپيلي خبري رسنۍ نسته . نوداپخپله ددغه هيواد له غټو ستونزو څخه بلل کيدای شي . »

د افريقايي بحران ځپلي هيواد زيمبابوې څخه راغلې خبرياله مير من مچوري ددې پوښتني په ځواب کي چي مطبوعات اوخبري رسنۍدلانجودکمولو په لاره کي څه نقش لوبولي شي وويل:«زماپه نظر پداسي مواقعوکي به دمطبوعاتو اوخبري رسنيو مهمه دنده داوي چي دروانو حالاتو په هکله رپو ټونه خپاره کړي .اودغه رپوټونه بايد مستند او آفاقي وي . »

شميتس /رحيله اميری،فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري