1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

مصنوعي ځيرکتيا فرصتونه او هم خطرونه لري

۱۳۹۷ اردیبهشت ۹, یکشنبه

سيري، الېکسا او ګوګل اسيستانت هغه د ځيرکې سافت وېر نومونه دي چې نن سبا په موبايل تليفونونو او کمپيوټرونو کې زموږ د ورځني ژوند يوه برخه تشکيلوي. د ناويګاسيون يا لارښوونې داسې سيستمونه هم کاروو چې په موټر کې لاره راښيي.

https://p.dw.com/p/2wrbU
Roboter Aila
انځور: Getty Images/J.Eisele

دا چې په نړۍ کې شته ژوندي موجودات او پديدې کوم طرف ته وده کوي، د انسان له پاره تل يوه په زړه پورې خبره وه. د دې د پاره چې د ځمکې د کُرې څخه دباندې د ژوند نور ډولونه هم  پيدا کړي، انسانانو سپوږمۍ ته سفر کړی او سټلايتونه يې په فضا کې ځای پر ځای کړي دي. خو انسانانو تل غوښتل چې د خپلو وسايلو او آلاتو اغېزمنتيا زياته او ځان ته کار آسانه کړي، چې له کبله يې د ماشينونو جوړولو ته ملا وتړله.
 

د 4.0 په نوم صنعت

دا چې دغه ماشينونه اوس څومره ځيرک دي، د آلمان د هانوور ښار په نندارتون کې کال په کال ليدل کېدای شي. اوس د ۴.۰ په نوم صنعت تر ټولو مهمه اصطلاح ګرځېدلې ده، يعنې داسې سره تړلي روباټ ماشينونه چې په يوه فابريکه کې بېلابېلو مختلفو حالاتو ته خپله ځواب وويلای شي. که مثلا کومه پرزه کمبوده وي، نو دغه ماشينونه د کار بهيرونه له سره عياروي او د توليد پروسه بېرته صورت او شکل نيسي. دا کارونه خپله تر سره کيږي بې له دې چې انسانان بايد مداخله پکې وکړي.
 

د مصنوعي ځيرکتيا خطرونه

دغه مثبت شيان البته له سختو اخلاقي مشکلاتو سره مل راڅرګنديږي. داسې پوښتنې مطرح دي لکه: کمپيوټرونه بايد تر کومه حده پورې ځيرک وي د دې له پاره چې په حساسو حالاتو کې سمه پرېکړه وکولای شي؟ که يو اُتومات او خپله تلونکی بس د ټکر د مخنيوي په غرض يو بل انسان ووژني، نو مسئوليت به يې د چا په غاړه وي؟ يا دا چې څوک زما د ارقامو او معلوماتو تضمين او مصونيت پر غاړه لري؟ او دا چې يوه بې بيلوټه الوتکه د انسانانو د وژلو حق لري؟ دغه او دغسې ورته نور سوالونه هم له لسيزو راهيسې په فلمونو کې مطرح شوي دي. په تېره د انسان په لاس د جوړو شويو ماشينونو له خوا د قدرت او واک نيول د دغسې تصوراتو يوه مهمه موضوع ده. که د «وېست ورلد»، «ماتريکس» يا «ايکس ماکينا» په نوم فلمونه وي چې د ۱۹۷۰يمو کلونو راهيسې جوړيږي: په ټولو دغو فلمونو کې داسې صحنې راغلې دي چې انسانان پکې د چارو په سر کنترول د لاسه ورکوي.
مصنوعي ځيرکتيا د هنر په برخه کې

Konstruktion Oberstufe der Ariane 5 bei Airbus Defence and Space.
انسانانو سپوږمۍ ته سفر کړی او سټلايتونه يې فضا ته ورتوغولي ديانځور: picture alliance/U. Baumgarten

ساينس فيکشن نه يوازې د فلمونو په برخه کې اهميت لري. بلکې په تياتر، کارټوني او په ادبياتو کې هم د ټکنالوژۍ د پرمختګ په هکله بحث او فکر کيږي. په دې وروستيو کې د ليکوال فرانک شېڅينګ رومان چې عنوان يې «د لولکۍ استبداد» دی، خپور شو چې د مصنوعي ځيرکتيا د خطراتو په هکله کيسه کوي. په کولن کې مېشت دغه ليکوال د «شْتېرن» خبري مجلې سره په خبرو کې وويل چې مصنوعي ځيرکتيا د بشر له پاره ډېر فرصتونه او امکانات لري، خو «هغه داسې يو پټی دی چې د فاجعو داسې سېناريو ګانې پکې هم کرل کيږي چې سړی ورسره بيا مقاومت نه شي کولای.» له دې کبله د شېڅينګ په خبره د مصنوعي ځيرکتيا د برخې څېړونکي په دې نظر دي چې دغه موضوع دې د دولتونو تر کنترول لاندې راوستل شي.    

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (06.03.2017):