1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف له پوځ څخه لاس اخلي

۱۳۸۶ شهریور ۷, چهارشنبه

د پاکستان ستري محکمې د هغه هيواد د جمهور رئيس پرويز مشرف د د وود ند و په وړاندي چي د پوځ د اعلي قوماندان او جمهور رئيس په توگه يي لري اد عامنلې ده.

https://p.dw.com/p/DKDL
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوتو ويلي چي پرويز مشرف د پوځ له قومندانۍ څخه د لاس اخستلولپاره چمتو دی.
د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوتو ويلي چي پرويز مشرف د پوځ له قومندانۍ څخه د لاس اخستلولپاره چمتو دی.انځور: AP
داخبره د ستري محکمې يوه قاضي جاويد اقبال نن په اسلام آباد کي کړې ده.
نوموړي قضا په دې ډ ول د اسلامي سياستوال قاضي حسين احمد عريضه منلې ده. قاضي اقبال ويلي دي ، چي په دې قضيې باندي به د معمولي پوښتنو او ځوابونو په ترځ کي غور وسي.
مشرف د پاکستان د ولسمشر په حيث د دويم ځل ټاکل کيد و هڅي کوي خو د پوځ د اعلي قومندانۍ له مقام څخه په ډډه کولو کي ځنډ کوي.
چي داکار د پاکستان له اساسي قانون سره سر نه خوري.
د يو بل خبر له مخي د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيري بېنظير بوتو ويلي چي پرويز مشرف د پوځ له قومندانۍ څخه د لاس اخستلولپاره چمتو دی.
بوتو د پاکستان د ستر مخالف گوند پيپلز پارټۍ مشره ده ، دا اوس له مشرف سره د واک پر ويش باندي خبري اتري کوي.
انگرېزۍ ورځپاڼي د يلي تلگراف د نن ورځي په گڼه کي ليکلي دي چي تر اوسه د وی پوره موافقې ته نه دي سره رسېدلي. د بوتو لخواټاکل سوئ مهلت د جمعې په ورځ پای ته رسېږي.