1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرف تهران ته ورسېد

۱۳۸۵ بهمن ۱۶, دوشنبه

د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د دوشنبې په ورځ تهران ته ولاړ تر څو د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د منځني ختيځ دپاره خپل يو نوی پلان وړاندې کړي. دی به د نورو لوړپوړو چارواکو تر څنگ هم له خپل ايراني سيال، محمود احمدي نژاد سره گوري او کېدای شي چې د ايران له روحاني مشر ايت الله علي خمنه ای سره هم وويني.

https://p.dw.com/p/DKFV
مشرف »د سولې يوه هڅه« پيل کړې ده
مشرف »د سولې يوه هڅه« پيل کړې دهانځور: dpa - Report
د پاکستان ولسمشر د منځني ختيځ د شخړې د هوراولو په موخه د »سولې يوه هڅه« وړاندې کړې ده چې دی غواړي دغه تگلاره د ايران، ترکيې، سعودي عربستان، مصر، سوريې، متحده عربي اماراتو، مالايزيا او اندونيزيا د هېوادونو په دوره کې له مشرانو سره شريکه کړي. د دغې تگلارې په هکله جزيات لا نه دي رابرسېره شوي.