1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگې د ولسي جرگې پریکړه رد کړه

اسماعیل شاکر۱۳۹۲ دی ۳, سه‌شنبه

مشرانو جرگې د ولسمشر هغه فرمان ته مثبته رایه ورکړه چې له مخې یې د افغانستان لږگه کیو اوسیونکو سیکانو او هندوانو ته په پارلمان کې یوه څوکۍ ځانگړې شوې ده. تر دې مخکې ولسي جرگې دغه فرمان رد کړی وو.

https://p.dw.com/p/1AgQY
انځور: DW/H. Sirat

سره له دې چې ولسي جرګې د روان لمریز کال د لیندۍ پر ۲۵مه نېټه په دې اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو په اکثریت سره رد کړی وو خو مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې دغه فرمان په لږ تعدیل سره تایید کړ.

ویل کیږي چې د محمد داوودخان د واکمنۍ پر مهال د هندوانو او سیکانو نیږدې درې سوه زره کورنۍ د افغانستان په بیلابیلو لویو ښارونو او سیمو کې اوسېدې، خو اوس دا شمېره د وروستیو جنګ جګړو او بې وزلیو له امله ۷۰۰ ته راټېټه شوې ده.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، وویل چې په نورو هیوادو کې هم د ملت جوړونې په موخه لږه کیو ته د قانون جوړونې په بنسټونو کې ونډه ورکړل شوې او اړینه ده چې په افغانستان کې هم د ولسواکۍ د پلي کیدو په موخه دغه اصل په پام کې ونیول شي.

د مشرانو جرگې د سه شنبې ورځې غونډې په اتو مخالفو رایو سره د ولسمشر هغه فرمان تایید کړ چې له مخې یې د افغانستان سیکانو ته په پارلمان کې یوه څوگۍ ځانگړې شوې ده.

اوس چې مشرانو جرګې د ولسي جرګې پر خلاف د ولسمشر دغه فرمان ته د تایید رایه ورکړې نو د قانون له مخې په دې اړه پریکړه د ملي شورا دواړو خونو ګډ کمیسیون ته سپارل کیږي.

د قانون پر بنسټ که چیرې دغه ګډ کمېسیون هم د مشرانو جرګې پریکړه ومني نو هندوانو او سیکانو ته د څوکۍ ورکولو ماده به د ټاکنو په قانون کې ځای کړای شي.

په مشرانو جرګه کې د هندوانو او سیکانو استازې انار کلي هنریار، د مشرانو جرګې د پریکړې هر کلی وکړ خو وېې ویل چې باید ګډ کمسیون هم په دې برخه کې عادلانه پریکړه وکړي. هغې زیاته کړه: «زه هیله لرم چې [فرمان به] له دغه کمېسیون څخه هم د تایید رایه ترلاسه کړي او یوه عادلانه پریکړه به وکړي او که چیرې دا رد شي زه فکر کوم دا به یوه غیر عادلانه پریکړه وي.»

د ولسي جرگې د پریکړې غندل

په همدې حال کې د مدني ټولنې یو شمېر بنسټونو هم د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې هغه پریکړه وغندله چې له مخې یې هندوانو او سیکانو ته په پارلمان کې د یوې څوکۍ د ورکولو په اړه د ولسمشر کرزي فرمان رد شوی دی.

د افغانسان د هندوانو او سیکانو سرتاسري شورا مرستیال رویل سنګ، د مدنې ټولنې د بنسټونو غونډې ته وویل: «د ولسي جرګې هغو وکیلانو زموږ د ستونزو په هوارې کې مرسته نه ده کړې چې په تیرو ټاکنو کې مو ورته رایې ورکړې وې.»

رویل سنگ خبرداری ورکړ چې که چیرې د دوې غوښتنې په پام کې ونه نیول شي نو افغانستان به پریږدي. د ښاغلي سنګ په وینا زورواکانو یې ځمکې او د هستوګنې کورونه غصب کړي خو تر دې دمه یې چا غږ نه دی اوریدلی. هغه وویل: «زموږ زیاته اندازه ځمکې، کورونه او دوکانونه په تیرو جګړو کې نیول شوي جعلي قوالې یې تیرې شوې دي چې دا ټول د افغانستان د زورواکانو کار دي.»

ده زیاته کړه چې په افغانستان کې یې آن مړو ته سپکاوی کیږي چې دا ستونزې یې په ولسي جرګه کې یوازې د هغوی خپل استازي راپورته کولای شي.