1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مشرانو جرگه: موږ يې وروڼه بولو هغوی مو وژني

۱۳۹۰ مرداد ۲, یکشنبه

د افغانستان د مشرانو جرگي وروستيو وژنو ته په کتو سره وايي، چي حکومت دي يا د سولي پروسه چټکه کړي يادي هغې ته د پای ټکی کښيږدي.

https://p.dw.com/p/122ZX
مشرانو جرگه
مشرانو جرگهانځور: DW

د مشرانوجرگي په هغه غونډه کي چي نن تر يوې نيمي مياشتي رخصتۍ وروسته جوړه سوې ول يو شمېر استازو د ځنځيري وژنو او د عامو خلکو د سرونو د پريکولو په وړاندي سخت غبرگون وښودی او پر افغان امنيتي ارگانونو سختي نيوکي وکړې.

د فراه ولايت سناتوره بلقيس روشن وويل، چي د هغو څلور تنو ماين پاکانو کورنيو چي په فراه کي ووژل سول ولسمشر ته خط ليږلی چي د هغوی زامن دي هم طالبانو ته وسپارل سي.

« تاسي خبرياست چي په فراه کي څلور تنه ماين پاکان وژل سوي دي د هغوی کورنيو په ډير نفرت سره جمهوررئيس ته ويلي چي د هغوی کونډياني او ماشومان دي هم خپلو طالب ورونو ته ور وسپاري.»

مېرمن روشن زياته کړه، چي په تيرو شلو ورځو کي په فراه کي لږ تر لږه د شلو تنو عامو خلکو څخه طالبانو سرونه پريږکړي دي. سناتورانو دې عمل ته په اشارې سره ويلي چي دا د افغانستان دښمان دي.

د وردگو ولايت سناتور سيد محمد سعيدي، وويل چي، د سولي د عالي شورا فعاليتو غيري شفاف دي او ددې کمېسيون فعاليتونو په هيواد کي د ناامنۍ سبب سوي.

« د سولي د شورا په کارونو کي هيڅ ډول شفافيت نه لیدل کيږي او هره ورځ مخور کسان له منځه وړل کيږي. هغوی مو وژني او موږ د ورونو ناري ورته وهو.»

په عيني حال کي یو شمېر سناتورانو د پاکستاني راکټي حملو ته په اشارې سره وويل، چي د يوې خوا راکيټونه راباندي اوروي د بلي خوا مو فاتحې وايي.

د هرات ولايت سناتوري طيبه زاهدي ويلي چي ځنځيري وژنو وښودل چي د افغانستان دښمنان څوک دي او د هغوی دپاره دا مهمه نه ده چي د کوم قوم دي.

د مشرانو جرگې دغه راز د افغانستان د درې گوني قوې ترمنځ د اختلاف په اړه هم خپله ژوره خواشني څرگنده کړه.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل