1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو طالبانو ته د وسلو ورکړه ردوي

۱۳۹۶ مرداد ۵, پنجشنبه

د روسيې هغه راپور رد کړ، چي گويا دغه هيواد په افغانستان کي طالبانو ته سپکي وسلې په اختيار کي ورکړي دي. دوی ويلي دي دغه وسلې کيدای سي هغه وي چي امريکايانو د ۲۰۰۰م کال په لومړيو کي له شرقي اروپا څخه افغانستان ته لېږلي وې.

https://p.dw.com/p/2hEJo
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه تبصره کي چي د دغه وزارت په ويب سايت کي خپره سوې ده، راغلي دي: «لکه څرنگه چي موږ په وارو ورا ويلي دي، د ځينو غربي او افغان رسنيو هغه تورونه چي گويا روسيې په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته وسلې په اختيار کي ورکړي دي، بې اساسه دي. تر اوسه پوري نه افغان چارواکو او نه هم په دغه هيواد کي امريکا او ناټو ځواکونو داسي شواهد وړاندي کړي دي.»

په دغه تبصره کي دغه راز راغلي دي: «روسيه د طالبانو د تحريک ملاتړ نه کوي، خو په افغانستان کي د روسي وگړو د خونديتوب په موخه او په دغه هيواد کي د ملي پخلايني له پروسيې سره د دغي ډلي د يوځای کېدو ملاتړ کوي.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې ده، د امريکا په رسنيو کي يو داسي ويډيويي راپور خپور سوی چي وسله وال طالبان له پخوانيو وسلو سره ښيي چي د جوړيدو ځای يا هيواد مشخصول ئې نا ممکنه دي: «پر دغو وسلو د جوړښت سيريال نمبر نه سته، پر دې سربيره په ويډيو کي ښکاره سوي وسلې نه يوازي په روسيه، بلکي په نورو هيوادونو په هغه جمله کي په شرقي اروپا کي جوړيږي، لکه کومه ځايه چي امريکايانو د ۲۰۰۰م کلونو په لومړيو کي په پېخر افغانستان ته ولېږلې.»

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغه راز ويلي دي چي دې ته هم بايد پام وسي چي «څه موده مخکي وسله والو طالبانو په هلمند کي د افغان امنيتي ځواکونو پر يوې قراگاه باندي په «Humvee» امريکايي زغروالو موټر يرغل کړی وو.»