1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو: د سوريې ياغيان په افغانستان کي روزل سوي

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۱۹, جمعه

روسیې د جمعې په ورځ د سوریې پر پاڅونکوونکو باندې تور ولګاوه چې د کیمیاوي وسلو روزنې یې د افغانستان په ناامنو سیمې کې ترلاسه کړي دي. روسيې ويلي دي چې سوریایي یاغیان پر عراق باندي بریدونه پلانوي.

https://p.dw.com/p/19y76
انځور: ZAC BAILLIE/AFP/Getty Images

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۱۱) خبریالانو ته وویل چې په دې اړه په وروستیو وختونو کې هغوی ته معلومات تر لاسه کړي دي. هغه زیاته کړه: «یو څه موده مخکې، داسې معلومات تر لاسه شول چې دریم هیوادونه د افغانستان په داسي سیمو کې چې د کابل حکومت تر کنترول لاندې نه دي سوريايي یاغیان روزي چې د دغه هیواد د رژیم پر ضد وجنګیږي. هغوی دغه راز په همدې سیمو کې د سوریې پاڅونکوونکو ته د وژونکو کیمیاوي وسلو د کارونې روزنې هم ورکړې دي.»

لاروف همداراز زیاته کړه چې د سوریې د رژیم پر خلاف په جگړه کي ښکیله النصره جبهه هم غواړي چې په عراق کې بریدونه ترسره کړي. هغه روښانه کړه: «زموږ د معلوماتو له مخې بدنامه النصره جبهه غواړي په غیر قانوني ډول عراق ته خپل زهرجن عوامل او هغوی ته ورته کارپوهان واستوي تر څو د دغه هیواد په خاوره کې ترهگر فعالیتونه سازماندهي کړي.» د النصره جبهه په سوريه کې د دغه هیواد د رژیم پر ضد جنگیږي چې ویل کیږي د القاعدې له ترهگرې ډلې سره اړیکې لري.

لاروف روښانه نه کړه چې دغه معلومات روسیې ته له کومې سرچینې څخه ور رسېدلي دي. هغه دا خبره هم و نه کړه چې کوم دریم هیوادونه په افغانستان کې د سوریې پاڅونکوونکي روزي.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې په سوريه کې د روان کال د اگست پر ۲۱ نیټه کیمیاوي وسلې استعمال شوي دي. دې سازمان دا خبره روښانه کړې نه ده چې دغه وسلې کومې ښکیلې غاړي استعمال کړي دي. په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د سوریې پر رژیم باندې د دغو وسلو د کارولو تور لگوي، روسیه بیا د دغو وسلو د کارونې پړه پر پاڅونکوونکو باندې اچوي. د امریکايي استخباراتي ادارو په حواله د اگست میاشتې د ۲۱ نیټې په برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

لاورف پر هغو سیمه ییزو هیوادونو چې د اسد رژیم مخالفت کوي غږ وکړ چې ځان په دې خبره ډاډه کړي چې د سوریې پاڅونکوونکي هم د امریکا او روسیې تر منځ د سوریې د کیمیاوي وسلو په اړه د تړون پر اساس اقدامات وکړي.

تر دې مخکې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا یو پریکړه لیک خپور کړی وو چې له مخې يې باید د سوریې رژیم خپلې ټولې کیمیاوي وسلې له منځه یوسي. د اسد رژیم هم د روسيې له وړانديز سره موافقه وکړه.

روسیه د اسد د رژیم تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی دی. په وروستیو وختونو کې د روسیې اړیکې له هغو عربي هیوادونو سره ترینگلې شوې دي چې د سوریې د پاڅونکوونکو ملاتړ کوي.