1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو او کابل د پوځي تخنيک پر تړون کار کوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۹, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړی استاز کابلوف وايي، چي هيواد ئې له افغانستان سره د پوځي-تخنيک په برخه کي د همکاريو تړون پر مسوده باندي کارکوي. خو داچي افغان لښکر ته به وسلې هم ورکړي څه ئې نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/1ECjC
انځور: DW

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين ځانگړي استازي ضمير کابلوف، له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي، چي پوځي چارواکي ئې له افغانستان سره په پوځي-تخنيک په برخه کي د همکاريو د احتمالي تړون پر مسوده باندي کار کوي.

هغه زیاته کړه ده، چي دغه مسوده تر اوسه پوري لا تياره نه ده او هر وخت چي اماده او قانوني بڼه ئې غوره کړه بيا به ئې په اړه رسنيو ته معلومات ورکړل سي.

کابلوف د هغي پوښتني په جواب کي، چي آيا مسکو پلان لري، له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل حکومت په اختيار کي وسلې ورکړي؟ وويل: «که خبره د وسلو په برخه کي وي، په افغانستان کي اوس په کافي اندازه وسلې سته. خو دا هم سپينه خبره ده چي د وخت په تيرېدو سره وسلې زړيږي.» هغه زياته کړې ده، چي د وسلو د لېږلو خبره په بل تړون پوري اړه لري.

داچي د دغه تړون (د پوځي- تخنیک) د همکارۍ تړون له مخي به روسيه له افغانستان سره څرنگه مرسته کوي، کابلوف وويل چي په دې تړون کي به دا نه وي ذکر سوي، چي په کومه برخه او څومره مرسته بايد وسي.

روسيه نه افغانستان او نه ئې سرحد ته لښکر ليږي

د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړي استازي ضمير کابلوف، د هغي پوښتني په جواب کي چي روسيه به د افغان امنيتي ځواک د ملاتړ له پاره دغه هيواد ته خپل لښکر ولېږي؟ ويلي دي، چي روسيه دې ته تياره نه ده چي افغانستان ته دي لښکر ولېږي.

هغه زياته کړې ده: «افغانستان ته به هيڅکله لښکر ونه لېږو، که نه نو دا به په دې معنا وي چي موږ په دغه هيواد کي خپلي گټي لټوو.»

هغه زیاته کړې ده، داسي يوه هيواد ته چي د نفوس په پرتله ئې عسکر د نړۍ تر بل هر يوه ډير دي، ولي بايد دباندني عسکر ورولېږل سي؟ «تر دې ښه ده چي هغوی وروزل او تجهيز سي، څو د خپل هيواد امنيت پخپله خوندي کړي. دا د ستونزي د حل ډېره ښه او ارزانه لار ده».

کابلوف دغه راز ويلي دي، چي روسيه نه غواړي د تاجيکستان- افغانستان سرحد ته بيرته سرحدي ځواک ولېږي.

خو زياته کړې يې ده، چي مسکو تيار دئ، له دوشنبې سره د هغي پټکې (تهديد) پر وړاندي ودريږي، چي د افغانستان له سرحده تاجيکستان ته متوجه ده: «تر هغه وخته پوري چي د دوشنبې چارواکي وايي، چي سرحد پخپله کنترولولای سي، موږ تيار نه يو چي سرحدي ځواک بيرته ورولېږو.»