1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مسکو:غواړو د افغانستان څخه د ناټو د وتلو د ستراتيژۍ په اړه پوه سو

۱۳۸۹ آبان ۱۹, چهارشنبه

په مسکو کي پر دې باندي حساب کيږي چي د ناټو څخه به د افغانستان د ستراتيژۍ په اړه چي څه وخت وزي او امنيتي مسوليت افغان حکومت ته سپاري هر اړخيز معلومات تر لاسه کړي.

https://p.dw.com/p/Q4Rf
انځور: AP GraphicsBank/DW

په ناټو کي د روسيې استازي ديميتري راګوزين ويلي دي چي « غواړو د افغانستان څخه د وتلو او افغانانو ته د امنيت سپارلو د ستراتيژيو په اړه تر هغه ډير پوه سو چي موږ اوس پوهيږو.»

هغه د انتر فکس خبري اژانس سره په مرکه کي ويلي دي چي، طباً موږ به غوښتي وای چي پر هغه ګډو پروژو باندي بحث وکړو چي لرو يې.

راګوزين دغه راز زياته کړې چي « موږ پر دې باندي حساب کوو چي د ناټو لخوا د هغه ستراتيژۍ په اړه دقيق معلومات تر لاسه کړو چي څه وخت د افغانستان څخه وزي او په څه ډول افغان امنيتي ځواکونو ته مسوليت سپاري.

د هغه په خبره موږ غواړو چي پوه سو چي افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليت د سپارولو پروسه پر څه باندي ولاړه ده. ايا افغان حکومت، ملي اردو او د کورنيو چارو وزارت دې ته تيار دي چي په هيواد امنيت ټنګ کړای سي؟

په ناټو کي د روسيې استازي دغه راز ويلي دي چي« روسيه غواړي چي پوه سي چي هغه ځواکونه چي اوس د ناټو څخه امنيت مسوليت په خپله غاړه اخلي آيا ددې توانمندي لري چي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دي هغه حکومت ټنګ وساتي چي غواړي اوس يې جوړ کړي؟.»

ديميتري راګوزين دغه راز د انترفکس سره په مرکه کي ويلي دي چي «موږ ته دا ډيره مهمه ده چي پوه سو آيا افغان امنيتي ځواکونه به وسي کولای چي هغه خطر را لږ کړي چي په اوسني وخت کي افغانستان څخه په ګاونډيو اسلامي هيوادونو ته متوجه دی؟»

ناټو څو ځله د روسيې څخه غوښتي چي د افغان امنيتي ځواکونو په روزلو په خاصه توګه د هوايي ځواک په روزلو کي مرسته وکړي.

خو په ناټو کي د روسيې استازی ديميتري راګوزين وايي چي روسيه به يو ښوونکی هم افغانستان ته و نه لېږي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم