1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسي مخالفین خبرو اترو ته رابللي دي

۱۳۹۱ آذر ۱۷, جمعه

د مصر ولسمشر محمد مرسي په دغه هیواد کې د روان سیاسي کړکیچ د ختمولو له پاره، په ملي کچه د خبرو اترو د تر سره کولو له پاره غږ کړی دی. دغه قدم د ولسمشر د پلویانو او مخالفینو تر منځ د خونړيو نښتو وروسته اخیستل کیږي.

https://p.dw.com/p/16xSS
انځور: AP

مرسي د پنجشنبې «د قوس ۱۶مه/ د دسمبر شپږمه» په شپه ناوخته په یوه تلویزوني وینا کې مخالفین دې ته رابللي چې د روان کړکیچ څخه د وتلو له پاره دې یوه سیاسي طرحه وړاندې کړي.

هغه په خپله دغه وینا کې وویل: «زه د گوندونو ټولو غړو او مشرانو او انقلابي ځوانانو ته بلنه ورکووم چې د شنبې په ورځ په رغوونکو خبرو اترو کې برخه واخلي.» هغه په عین وخت کې ویلي دي چې د دسمبر د میاشتې پر پنځلسمه نیټه به د نوې اساسي قانون د مسودې په اړه ټولپوښتنه تر سره شي.

هغه زیاته کړې: «مونږ په سوله ییزه توگه د بیان آزادۍ ته احترام لرو، خو هیچا ته به د وژنو او سبوتاژ اجازه ور نه کړو.» مرسي په دغه څرگندونو سره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هغه د پلویانو او مخالفینو تر منځ رامنځ ته شوې خونړۍ نښتو ته اشاره وه.

د مصري مقاماتو په وینا د چهارشنبې په شپه په رامنځ ته شوو نښتو کې اووه تنه وژل شوي او ۶۴۴ تنه ټپیان شوي دي. دغه نښتې هغه وخت رامنځ ته شوې چې د ولسمشر محمد مرسي د اخوان المسلین گوند پلویانو د ولسمشرۍ ماڼۍ په لور د مارش اعلان وکړ، په دغه ځای کې د مرسي مخالفینو د احتجاج په توگه خیمې وهلې وې.

د پنجشنبې په سهار په پلازمینه قاهره کې د جمهوري ریاست گارد، د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه د ۱۵۰ مترو په فاصله کې اغزي لرونکی سیم راتاو کړ، چې ماڼۍ ته د خلکو د ورنزدې کیدو مخه ونیسي. پر دې سربیره د ولسمشرۍ د ماڼې شاوخوا ځای پر ځای کړل شوي ټانکو پاتې شول او احتجاج کوونکي د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په شا شول.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه په خپره شوې بیانه کې خبرداری ورکړل شوی وو، که چیرې احتجاج کوونکي په خپله خوښه له دغه ځای څخه لیري نه شي نو د زور څخه به کار واخیستل شي. دا په داسې حال کې ده چې د مرسي زیاتره پلویان د ماڼۍ له خوا څخه تللي دي او یو شمیر مخالفین د اغزي لرونکي سیمونو تر شا پاتې دي.

د مصر ولسمشر محمد مرسي د نومبر د میاشتې پر ۲۲ نیټه یو شمیر قوانین تصویب کړل چې د هغې په ترڅ کې یې خپل ځان ته ډیر واک ورکړی دی. مرسي پر دې خبره ټینگار کوي چې له دې امله یې خپل واک غځولی دی چې وکولای شي سیاسي اصلاحات پلي کړي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم