1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مرسي: زه د ټولو مصریانو ولسمشر یم

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه

له هغه وروسته چي محمد مرسي د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو گټونکی اعلان شو، وئې ویل، چي دی د مصر د خلکو مشر دﺉ. هغه په ټاکنو کي ۷۳.۵۱ سلنه رایې گټلي دي او په دې ترتیب پر بل نوماند احمد شفیق لاس بری شو.

https://p.dw.com/p/15KpC
انځور: AP

یوازي څو ساعته له هغه وروسته چې مرسي د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو گټونکی اعلان شو، هغه وویل چې دی به د ټولو مصریانو ولسمشر وي. هغه وویل: «زه پر ټولو مصریانو باندې غږ کوم چې په خپل هیواد کې اتحاد لا پیاوړی کړي. اوس ملي اتحاد د ستونزو د حل یوازیني لاره ده.»

مرسي همداراز د حسني مبارک د رژیم پر وړاندې په لاریونو کې له وژل شوو کسانو څخه یادونه وکړه او ویویل چې په مصر کې اوس هم «انقلاب دوام لري».

د حسني مبارک د رژیم تر ړنگیدو وروسته، د دې هیواد چارې پوځي شورا ته وسپارل شوې. خو تر هغې وروسته هم په مصر کې تاوتریخوالي دوام پیدا کړ. دا چې تر ټاکنو وروسته به د مصر وضعیت څه ډول وي، د وخت په تیریدو سره به روښانه شي.

د مصر د ټاکنو د کمیسیون تر اعلان وروسته، د قاهرې په تحریر میدان کې د مرسي په سوونو زرو ملاتړو په خوشحالیو پیل وکړ. دغو کسانو د مرسي انځورونه او د مصر بیرغونه له ځان سره لیږدول. د تحریر په میدان کې خلکو د مرسي نوم اخیست او د «الله اکبر» او «مرگ دې وي پر پوځي شورا» شعارونه ئې ورکول.

د مرسي په زرونو تنو ملاتړې د تحریر میدان ته راوتلي ول، چې دغه بریا ولمانځي.
د مرسي په زرونو تنو ملاتړې د تحریر میدان ته راوتلي ول، چې دغه بریا ولمانځي.انځور: AP

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، مرسي ته د هغه د کامیابي له پاره مبارکي ورکړه او ویویل چې امریکا به په مصر کې د دموکراسي د لیږد له بهیر سره ملاتړ وکړي. اوباما له مرسي سره د ټیلیفون پر کرښه اړیکه ټینگه کړې ده او هغه ئی په مصر کې د یوالي تبلیغولو ته هڅولی دئ.

د مصر دولتي تلویزیون ویلي دي چې بایلونکې نوماند احمد شفیق او د مصر د پوځي شورا مشر هم مرسي ته د هغه د کامیابي له پاره مبارکي ورکړې ده.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، پر مرسي غږ کړی دئ چې پخپل هیواد کې قوي او خپلواکه سازمانونه رامنځ ته کړي او د دموکراسي د پرمختگ له پاره کار وکړي. په همدې حال کې اروپايي اتحادیې له مرسي څخه غوښتي دي چې له نورو سیاسي ډلو سره یوځای خپل کار پر مخ بوځي.

د مصر د اخوان المسلمین گوند اعلان کړې دئ چې د ولسمشرۍ د ټاکنو تر گټلو وروسته مرسي د گوند له ټولو دندو څخه استعفا کړې ده.

د ټاکنو د پایلو د اعلانیدو پر مهال په مصر کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي ول. په دې هیواد کې یو شمیر کسانو له دې ویره درلوده چې نه شي د احمد شفیق له کامیابیدو سره یو ځل بیا په غیر مستقیم ډول پخوانی رژيم بیا قدرت ته ورسیږي. همدا راز یوې بلې ډلې غوښتل چې باید دین او سیاست سره جدا شي او له همدې کبله ئې نه غوښتل چې د اخوان المسلمین د ډلې نوماند مرسي د دغو ټاکنو گټونکی شي.

د ټاکنو د کمیسیون تر اعلان مخکې مرسي او شفیق دواړو د ولسمشرې د ټاکنو د گټلو ادعا کوله.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض