1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدوېدېف او پوټين غواړي خپل ماموريتونه سره بدل کړي

۱۳۹۰ مهر ۲, شنبه

د روسيې ولسمشر ديميتري مدوېدېف خپل لومړی وزير ولاديمير پوتين د ولسمشرۍ د کانديد په توگه وړانديز کړی دی. په روسيه کي په 2012م مېلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کېدونکي دي.

https://p.dw.com/p/12fqn
د حکومتي گوند غونډه
د حکومتي گوند غونډهانځور: dapd

ولسمشر مدوېدېف د روسيې د حکومتي گوند د کنگرې په غونډه کي اعلان وکړی چي غواړي ولاديمير پوتين د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کي کاندي کړي. روسي ولسمشر و تقريبا 11000 د گوند غړو ته د وينا پر وخت دا اعلان وکړی. د دغه اعلان ځواب د حاضرينو لخوا په چکچکو بدرگه سو.

مدوېدېف په خپله وينا کي وويل چي دې ته حاضر دی چي مخ په وړاندي هم د حکومت لپاره دنده په غاړه واخلي. د دې څخه تر مخه لومړي وزير ولاديمير پوتين اعلان کړی ؤ چي ولسمشر مدوېدېف به په راتلونکو پالماني ټاکنو کي د لومړي وزير په توگه ځان کاندي کړي.

د مدوېدېف وينا په ژوندۍ ته د روسيې په حکومتي تلويزيون کي خپره سوه. نوموړي وويل چي چي د دغو کانديديو لپاره يې ژور فکر کړی او په همږغۍ سره دغه پرېکړه سوې ده. هغه وويل:

« زه د مخ په وړاندي حکومتي دندو لپاره حاضر يم.»

پوټين په خپل وار وويل چي د روسيې د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره د کانديد په توگه چمتو دی. هغه وويل چي مدوېدېف کولای سي چي لومړی وزير سي.

د څو مياشتو راهيسي پدې هکله اټکلونه کېدل چي ايا مدوېدېف به د دويم ځل لپاره ځان و ولسمشرۍ ته کانديد کړي او که به پوتين ته لاره پرېږدي. پوتين د 2000 او د 2008 مېلادي کلنو تر منځ د روسيې ولسمشر ؤ.

پوتين او مدوېدېف سياسي ملگري دي
پوتين او مدوېدېف سياسي ملگري ديانځور: dapd

پداسي حال کي چي پوتين د روسيې د اساسي قانون له مخي د درېيم ځل لپاره نه سوای ولسمشر کېدلای نو هغه خپل نژدې گوندي ملگری مدوېدېف د ولسمشرۍ لپاره کانديد کړی ؤ. د روسيې د اساسي قانون له مخي د څلورو کالو وقفې وروسته پوتين اوس يو ځل بيا د روسيې ولسمشر کېدلای سي.

په روسي ولس کي هم پوتين زيات مينه وال او ملاتړي لري. د احصاييو له مخي په روسان پوتين ته د لوی پېټر، شاعر الېکزانډر پوښکين او د زورواکي جوزېف سټالين وروسته د څلورم مهم روسي خطاب کوي.

خو د پوتين يو شمېر کورني او بهرني تنقيد کوؤنکي وايي چي که يو ځل بيا پوتين د روسيې ولسمشر سي نو دا به په روسيه کي د ډيموکراسۍ د پراختيا مخه نيول وي.

د المان د مرکزي پارلمان د بهرنيو چارو د کمېټې رئيس روپرېخت پولېنس ويلي دي چي د پوتين بيا کانديدېدنه د دې څرگندويي کوي چي په روسيه کي د ولسمشرۍ د چوکۍ لپاره ډيموکراټيکه مبارزه لا ډېره ستونزمنه ده. 

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: محمد قاسم نوري