1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدني ټولنه: په غوراوي کمېټه کي استازی نه لرو

حسين سيرت/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ شهریور ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان د مدني ټولني کاري ډلي اعلان کړی دی چي محمد نعيم ايوب زاده نسي کولای چي د غوراوي په کمېټه کي د دوی استازيتوب وکړي. د غوراوي کمېټې دنده د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ته د نوماندانو معرفي کول دي.

https://p.dw.com/p/19akH
caption: civil society members are seen in a press confrance abut election in kabul , Afghanistan .27.09.2012.Photo: Hussain Sirat-DW Note: Mr Sirat is correspondent of DW in Kabul and we have right to use his handout photos.
Zivilgesellschaft Wahlen Kabulانځور: DW

د مدني ټولني يو شمېر فعالانو د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۳) په يوه خبري کنفرانس کي د غوراوي کمېټې له خوا د نعيم ايوبزاده، معرفي کول يو سليقه يي اقدام وباله او زياته ئې کړه چي حکومت په دې کار سره وښووله چي ټاکني به آزادي، عادلانه او ديموکراتيکي نه وي.

په هغه اعلاميه کي چي د مدني ټولني د کاري ډلي له خوا خپره سوې ده راغلي دي: «دغه انتخاب نه يوازي دا چي يو غير ديموکراتيک کار دئ، بلکي دا ښيي چي حکومت د آزادو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کي پر خپلو ژمنو نه دئ ولاړ.»

د مدني ټولنو د کاري ډلي غړو ادعا کړې ده چي دغه ډله له ۱۲۰۰ نهادونو څخه جوړه ده. دغه کاري ډله وايي چي د غوراوي کمېټې ته دوی خپل استازی نادر نادري معرفي کړی وو.

د غوراوي کمېټه چي د ټاکنو د نوي قانون تر تصويبېدو وروسته جوړه سوې ده، شپږ غړي لري. له دغو غړو څخه يوه چوکۍ په مدني ټولني پوري اړه لري.

په پام کي ده چي د غوراوي کمېټه به د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ته له داوطلبانو څخه ۱۵ تنه غړي ولسمشر کرزي ته ور وپيژني. تر اوسه پوري په غوراوي کمېټه کي د انتخاباتو د شکايتونو په کمېسيون کي د غړيتوب له پاره ۳۰۲ تنو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د سنبلې مياشتي تر ۱۱ نېټې يعني د دوشنبې تر ورځي پوري د غوراوي کمېټې ته د مدني ټولني استازی نه وو مشخص. خو د غوراوي کمېټې د دوشنبې په ورځ په يوه جنجالي اقدام سره نعیم ايوب زاده د مدني ټولني د استازي په توگه معرفي کړ.

خو اوس د مدني ټولنو کاري ډله وايي چي نعيم ايوب زاده په غواروي کمېټه کي د مدني ټولنو د استازي په توگه په رسميت نه پيژني.

په دغه خبري غونډه کي د مدني ټولنو د کاري ډلي يوه غړي آذريون متین وويل چي د دوی کاري ډله په افغانستان د مدني ټولني په اړه د تصميم نيولو تر ټولو ستره مرجع ده.

متين زياته کړه چي د مدني ټولنو د غوښتنو پر خلاف د غوراوي کمېټې ته بل څوک معرفی سوی دئ. هغه وويل :«هغه څوک چي دغي کمېټې ته خپل ځان د مدني ټولني د استازي په توگه معرفي کړی دئ. وايي چي د افغانستان د مدني ټولني د نهادونو اکثريت له ځان سره لري. يعنی دا چي مدني ټولني هغه ټاکلی دئ. په داسي حال کي چي د مدني ټولنو ستري ډلي د ديموکراتيکو ټاکنو په پايله کي خپل استازی نادر نادري معرفي کړی دئ.»