1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدني ټولنه: د افغانانو غوښتني بايد ومنل سي

۱۳۹۰ آذر ۱۲, شنبه

تر دې شعار لاندي د آلمان په پخوانۍ پلازمېنه بن کي د افغانستان د مدني ټولني جرګې پر افغان حکومت او نړيوالي ټولني ږغ وکړ، چي د هغوئ غوښتنو ته بايد غوږ ونيسي. هغه غوښتني چي « د افغانستان د خلکو غوښتني دي.»

https://p.dw.com/p/13LuW
په بن کي د افغانستان د مدني ټولني غونډه
په بن کي د افغانستان د مدني ټولني غونډهانځور: DW

مدني ټولني انديښنه وښووله چي په  ۲۰۱۴ کال کي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان يو ځل بيا د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي.

د مدني ټولني د غونډي په پيل کي د کوناراد ادناور بنسټ د افغانستان د دفتر د چارو مسئول، ډاکتر بابک طلعت باري، نوموړو انديښنو ته په ځواب کي وويل چي په بن کي د افغانستان پر نړيوال کنفرانس باندي د افغان مدني ټولني حضور همدا اوس خپله اغيزه کړې.

د افغانستان مدني ټولني خپلي غوښتني په څلورو جرګه ګيو کي تر بحث لاندي نيولي دي: د مسئوليتونو د انتقال پروسه، اوږدمهالي ژمني، سيمه ييز همکاري او د بيا ادغام پروسه.

Das Zivilgesellschaftliche Forum Afghanistan
انځور: DW

په لومړۍ دوو جرګه ګيو کي د مدني ټولني استازو چي د افغانستان له مختلفو سيمو څخه بن ته راغلي دي، خپلي غوښتني وړاندي کړې.

د افغانستان د غير حکومتي سازمانونو د همږغۍ د ارګان استازي سيد عبدالستار وويل، چي د «مدني ټولني غوښتني د افغانستان د خلکو غوښتني دي او دوئ غواړي چي د نړيوالو تر غوږونو پوري يې ور ورسوي.»

د افغانستان له پاره د آلمان ځانګړی استازی ميشايل شټاينر په افغانستان کي د تيرو کلونو پر ستونزو باندي اعتراف وکړ، خو وويل، چي په دغو ستونزو کي د افغانستان مدني ټولني خپل سر راپورته کړ او وده يې وکړه.

« مدني ټولنه د طالبانو د رژيم له خوا ويجاړه شوې، زه فکر کوم چي دغه ننۍ غوڼده ددې ښکاروندی ده، چي موږ يو څه برياليتوب ته رسېدلي يو.»

Forum Afghanistan
انځور: DW

د مدني ټولني په دوهمه جرګه ګي کي د نړيوالي ټولني پر اوږد مهال ژمنو باندي خبري وشوې. وينا کونکو په بن کي نړيوال کنفرانس د افغانستان له پاره يو ډير« مهم چانس وګانه.»

د بن په کنفرانس کي، چي د دوشنبې په ورځ پيل کيږي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان پر راتلونکي باندي خبري کيږي. د افغانستان په دننه او دغه راز د مدني ټولني استازي انديښنه لري چي د پوځي ماموريتونو د پای ته رسيدو سره ، ښايي افغانستان هير شي.

د افغانستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي ميشايل شټاينر وويل د تيرو کلونو ستونزو، نيمګړتياو او اشتباهاتو په پام کي نيولو سره له دغو انديښنو سره تفاهم لري، خو ويې ويل، رښتيا خبره دا ده چي نړيوالي ټولني لس کاله مخکي داسي ماموريت پيل نه کړ، چي هغه به نيمګړی پريږدي.

« يو ځل بيا بايد ووايم چي د بن کنفرانس (له افغانستان څخه د وتلو د ستراتيژي کنفرانس نه دئ، بيا غواړم تکرار کړم چي دا د وتلو خبره نه ده، موږ ستاسو سره يو، موږ تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغانستان د خلکو ملګري يو.»

عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل