1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مدافع وکيلان د کندوس د هوايي بمباريو جبران خساره غواړي

۱۳۸۸ آذر ۹, دوشنبه

په افغانستان کښي د تيلو پر دوو ټانکرونو باندي د هوايي بمباريو جزييات په وارو وارو ښکاره کيږي . مدافع وکيلان اوس د 179 ملکي قربانيانو څخه خبري کوي

https://p.dw.com/p/Kki4
دکندوس د هوایی بمباريو ټپيان
دکندوس د هوایی بمباريو ټپيانانځور: picture alliance / dpa

اوس مدافع وکيلانو د قربانيانو او ژوندي پاته سوو کسانو نوی تعداد ښوولی دی ، چه څونه ملکي خلګ په هغو هوايي بمباريو کښي چه د آلماني پوځ په امر سوې وې ، وژل سوي دي . د هغه په اړه دوروستيو معلوماتو په باب په مشکل سره قضاوت کيدلای سي .

د جرمني ددفاع وزارت تر اوسه پوري نهايتأ د 142 قربانيانو يادونه کړېده ، چه په هغه کښي طالبان هم شامل وه .

د بريمن څخه مدافع وکيل کريم پوپل اوس د 179 ملکي قربانيانو څخه خبري کوي . دی وايي،

« ددغو قربانيانو د جملې څخه يې 20تنه ټپيان سوي دي . کله چه زه د 179قربانيانو څخه خبري کوم ، نو دا ټول ملکي خلګ دي ، او په هغو کښي يو طالب هم نسته . 22 نفره کاملأ ورک دي . د قربانيانو دغه تعداد د افغانستان دپارلمان او ولايتي شورا لخوا تاييد سوی دی . »

د مدافع وکيلانو د معلوماتو پر اساس په دغه هوايي بمباريو کښي فقط 5 طالبان وژل سوي وه . مدافع وکيلان دا هم وايي چه ملکي خلګو ته د هوايي بمباريو دمخه خبرداری هم نه ؤ ورکول سوی . د تيلو پر دوو ټانکرونوباندي يو واري تر 1000 کسانو پوري هم راټول سوي وه .

مدافع وکيلانو دغه ارقام د محل د تحقيقاتو پر بنأ کړي دي ، اووايي چه دوی د قربانيانو او د هغو د پاته سوو کسانو نمايندګي کوي .

دوی په خپل مطبوعاتي کنفرانس کښي د قربانيانو دپاته سوو کسانو د سرنوشت په باب هم خبري وکړې، اوويې ويل چه ددغي پيښي له کبله 160 کوچنيان يتيمان او 90 ښځي کونډياني سوي دي ، او خپل مړونه يې د لاسه ورکړي دي ، او پدې وسيله نفقه هم .

مدافع وکيلان اوس د جبران خسارې خبري کوي .

په عين حال کښي دوی د جرمني ددفاع پر وزارت هم انتقاد کړی دی چه ددوی تماس نيولو ته يې هيڅ جواب ندی ورکړی . د فرانکفورت څخه مدافع وکيل اوليور والاش وايي ،

«او دا مهمه ده چه بيان سي ، موږ هيله لرو چه اوس نو بايد د قربانيانو يا د هغو د وکيلانوسره خبري وسي ، خصوصأ د جبران خسارې په باب . موږ په کندوس کښي د يوې انساني فاجعې سره مخامخ يو . »

مدافع وکيلانو ليکن مشخصي غوښتني طرح نکړې . دوی پر دې حساب کوي چه په دوو راتلونکو هفتو کښي به دوی ته جواب ورکول سي ، د ضرورت په صورت کښي به دوی محکمې ته هم مراجعه وکي .

مدافع وکيلان د يوه وجهي صندوق د جوړيدو غوښتنه کوي ، چه د هغه څخه قربانيانواو د هغو پاته سوو کسانو ته د ضرورت سره سم پيسې ورکول سي ، او کومک ورسره سي .

جان ګارويرت/

کتونکی : محمد قاسم نوري