محکمې حسني مبارک ته برأت ورکړ
۱۳۹۳ آذر ۸, شنبهپر حسني مبارک د سونو احتجاج کوونکو د وژلو تور لګول سوی وو. خو د شنبې په ورځ د قاهرې جزايي محکمې د هغه پرضد روانه محاکمه ودروله. دا په داسي حال کي چي په مصر کي د ۸۰۰ احتجاج کوونکو د وژل کېدو نژدې درې کاله پوره کيږي.
محکمې د حسني مبارک تر څنګ د احتجاجونو پر وخت د مصر د کورنيو چارو وزير حبيب العدلي او د حسني مبارک دوو زامنو ته هم برأت ورکړ. پر دوی تور وو چي د ۲۰۱۱م کال په پسرلي کي يې د احتجاج کوونکو د وژلو امر ورکړی وو.
په دغه کال کي د حسني مبارک پر ضد په ټول مصر کي احتجاجونه رامنځ ته سوي ول. هغه تقريباً ۳۰ کاله پر مصر واکمن وو چي د احتجاجونو په ترڅ کي راوپرځول سو.
د حسني مبارک د واکمنۍ پر ضد په احتجاجونو کي امنيتي چارواکو له تاوتريخوالي څخه کار واخيست چي په نتيجه کي يې تر ۸۰۰ زيات احتجاج کوونکي ووژل سول.
قتل، اختلاس او اداري فساد
د حسني مبارک پر ضد په روانه محاکمه کي هغه ته د مرګ د سزا غوښتنه سوې وه. په هغه صورت کي که ورباندي د احتجاج کوونکو د وژلو تورونه ثابت سي. مبارک د احتجاج کوونکو پر ضد له تاوتريخوالي څخه د کار اخيستلو تر څنګ په اداري فساد او اختلاس هم تورن سوی وو.
محکمې نوموړی د دغو تورونو څخه هم بري اعلان کړ. دا په داسي حال کي چي د روان مېلادي کال په می مياشت کي يوې محکمې هغه د اختلاس په تور په ۳ کالو بند محکموم کړی وو. حسني مبارک چي روغتيايي وضعه يې ښه نه ده د قاهرې په نظامي روغتون کي ژوند کوي.
مبارک د ۲۰۱۲م کال په جون مياشت کي په عمري بند محکوم سوی وو. هغه د دغې فيصلې پر ضد د استناف په محکمه کي عريضه کړې وه چي د شنبې په ورځ (د نومبر ۲۹مه) يې فيصله واوروله او حسني مبارک ته يې برأت ورکړ. ۸۶ کلن مبارک په محکمه کي وويل چي د ويني تويولو د مخنيوي له پاره په ۲۰۱۱م کال له قدرت څخه ليري سو. هغه وويل چي د احتجاج کوونکو د وژلو سره هيڅ اړيکه نه لري.