1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان به نن د اسلام آباد په محکمه کې راڅرګند شي

۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

د عمران خان وکیل وايي چې خان به د شنبې په ورځ محکمه کې راڅرګند شي. د پلازمېنې اسلام آباد ځينې برخو کې په زرونو پولیس ځای پر ځای شوي دي. خان دویچه ویله ته ويلي چې د حل يوازينۍ لاره آزاد او عادلانه انتخابات دي.

https://p.dw.com/p/4OsI8
د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د آرشیف انځور - د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خانانځور: W.K. Yousafzai/AP/picture alliance

محکمې ته د پاکستان د پخواني صدراعظم د احضار کولو امر د اسلام آباد محکمې ورکړی. پر هغه تور دی چې د خپلې صدراعظمۍ دورې پر وخت ېې د بهرنیو چارواکو له خوا ورکړل شوې ډالۍ په غیرقانوني توګه پلورلي او یا ېې د هغو حساب و کتاب کې درغلۍ کړي دي.

پولیسو په وروستیو ورځو کې څو ځله د عمران خان د نیولو په موخه په لاهور کې د هغه کور ته ورغلل خو بریالي نه شول چې خان ونیسي. په دې منځ کې د پولیسو او عمران خان د پلویانو تر منځ چې د هغه له کوره راچاپیر ول، د اخ و ډب د رامنځ ته کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي دي. د عمران خان وکیل، اظهر صدیقي، ويلي دي چې د حکومت او خان تر منځ د جنجال د رفع کولو په موخه به خان د شنبې په ورځ محکمه کې حاضر شي.

اړوند نور ولولۍ: د پاکستان محکمې د عمران خان د نیولو عمليات ځنډولي دي

صدیقي تېره ورځ په دې هکله رويټرز ته وويل: «هغه به سبا له محکمې څخه مخکې په اسلام آباد کې راڅرګند شي.» هغه دغه خبره وروسته له دې وکړه چې خان په لاهور کې یوه محکمه ترک کړه کومه چې د خان پر ضد د څو نورو تورونو ضمانت ېې وکړ.

خان په عین حال کې دا هم ويلي دي چې محکمې ته حاضریدل کیدای شي ورته خطرناک پرېوځي.خان په محکمه کې له راڅرګندېدو څو ساعته مخکې رويټرز ته وويل چې هغه یوه کميټه تشکیل کړې تر څو حکومت له خوا د هغه د نیول کیدو په صورت کې ېې د ګوند رهبري مخته یوسي.

اړوند نور ولولۍ: عمران خان: «زما نيول نه، بلکې زما تښتول او وژل یې هدف دی»

د خان پر ضد قانوني اقدامات وروسته له هغې پورته شوي، چې هغه تېرکال د پارلمان د عدم اعتماد راېې په نتیجه کې له واکه لرې کړل شو. خان د روانې اوونۍ په سر کې خپلو پلویانو ته ویلي وو چې هغه د خپل ځان د خونديتوب څخه وېره لري نو ځکه محکمې ته به حاضر نه شي.

د مارچ په ۱۴مه په لاهور کې د عمران خان د کور مخې ته د پولیسو او د خان د پلویانو تر منځ اخ و ډب
د مارچ په ۱۴مه په لاهور کې د عمران خان د کور مخې ته د پولیسو او د خان د پلویانو تر منځ اخ و ډبانځور: Arif Ali/AFP

خو وروسته له هغې چې د پاکستان يوې عالي محکمې پوليسو ته امر کړی دی چې د عمران خان د نيولو عمليات دې يوه ورځ وځنډوي، خان دې ته غاړه کېښوده چې په اسلام آباد کې محکمې ته ورشي.

رپوټونه وايي چې د اسلام آباد په ځينو برخو کې واټونه بند کړل شوي او په زرونو ځواکونه د امنیت له پاره ګمارل شوي دي.

اړوند نور ولولۍ: د پاکستان پولیس د عمران خان د نېولو په موخه د هغه کورته ورغلي

د اسلام آباد د پولیسو مشر، اکبر ناصر، د خان د محکمې د ترسره کېدو څخه د مخه وويل: «موږ ډير شدید امنیتي تدابیر نیولي دي تر څو د هغه [عمران خان] ژوند ته کوم ګواښ نه وي.»

عمران خان وايي د هغه سلب صلاحیت کيدل د هغه پر ضد یوه توطیه وه چې په هغې کې نوموړی خپل سیاسی مخالفان او امریکا په لاس لرلو تورنوي. د پاکستان پخواني صدراعظم له هماغه وخت راهیسې پر رڼو انتخاباتو ټینګار کوي او د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان اوسنی حکومت یو وارد شوی حکومت بولي.

خان دویچه ویله ته وويل چې د پاکستان د اوسني سیاسي کړکيچ د حل يوازينۍ لاره «آزاد او عادلانه» انتخابات دي. هغه وايي چې ورباندې لګيدلي تورونه سیاسي انګيزه لري. خان وويل: «دا وخت پر ما باندې ۹۶ کيسونه دي، له ترویزم نه نېولې، مقدساتو ته سپکاوي، فتنې او قتل پورې.»

اړوند نور ولولۍ:  محکمې عمران خان د رسمي سوغاتونو قضيه کې په فساد تورن کړی

د پاکستان پخواني صدراعظم تر اوسه په کراتو پر هغه باندې لګول شوي تورونه رد کړي او وايي چې د قانون خلاف یې څه نه دي ترسره کړي.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب