1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

مجیب الرحمن د نړۍ شپږم غوره توپ اچوونکی شو

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

په نړیوال جام کې د افغانستان د لوبو تر پایه ته رسیدو وروسته، د کریکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو په تازه درجه بندي کې افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن ځدران، تر راشد خان او محمد نبي مخکې شوی او شپږم ځای یې خپل کړی دی.

https://p.dw.com/p/3LkZP
ICC Cricket World Cup 2019 | Indien vs Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/empics/PA Wire/N. French

افغانستان که څه هم په نړیوال جام کې خپلې نهه واړه لوبې وبایللې، خو افغان توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې له دې ډلې یې اووه لوبې وکړي، وتوانید چې اووه ویکټې واخلي او ډیرې منډې هم ور نه کړي.

دوه نور ورو افغان توپ اچوونکي راشد خان او محمد نبې بیا په ترتیب سره په اتم او اتلسمو مقامونو راغلي دي. د یو ورځینو لوبو په توپ اچوونکو کې بیا د هندوستان جسپریت بمرا، په لومړي مقام کې دی.

زموږ له ارشیف څخه: