1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهيد: د کندهار په ځانمرگي بريدونو کي لس تنه وژل سوي

۱۳۹۰ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د کندهار د امنيې قوماندان جنرال خان محمد مجاهد وايي چي، د پوليسو د روزني پر مرکز باندي په ځانمرگو بريدونو کښي 6 افغان امينتي منسوبين او 4 طالبان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/RGDR
د کندهار امنيتي ځواک
د کندهار امنيتي ځواکانځور: picture alliance/dpa

د پيښي په ځای کي يو پوليس وويل، چي يو ځانمرګي بريد کونکي د روزني د مرکز د عمومي درازواي په خوله کي په ځان پوري تړلي چاوديدونکي موادو ته انفجار ورکړی.

د پوليسو د روزني دغه مرکز د کندهار ښار په ختيځه برخه کي پورت دی.

د ولايت وياند، زلمي ايوبي رسنيو ته ويلي چي، دوو نورو اورپکو په يوه ودانۍ کي چي تر ودانولو لاندي وه او څوک پکښي نه اوسيدل، سنګر ونيو او بيا يې له هغه ځايه د پوليسو پر مرکز باندي ډزي وکړې.

هغه وايي کله چي نورو پوليسو وغوښتل چي نوموړي ودانۍ ته ننوزي څلورم ځانمرگي يو په يوه امبولانس موټر کي راغلی او چادونه يې وکړه چي مرگ ژوبه يې واړوله.

د کندهار د امنيي قوماندان، خان محمد مجاهد د هم په يوه خبري غونډه کي د والي د وياند خبري تائيد کړې.

که څه هم ښاغلي خان محمد مجاهد دا خبره وکړه چي د افغانستان د امينتي ځواکونو ټول د حملي د دفع لپاره موظف سول، خو پر يوې موضوع يې رڼا ونه اچوله، چي هغه امبولانس چي ځانمرګي بريد کونکي د حملې لپاره استفاده ځني وکړه، ولي د پوليس له خوا ونه پيژندل سو.

د مرګ ژوبلي په هکله هغه وويل چي ۶ تنه افغان امينتي منسوبين ووژل سول چي په هغو کي پو ليس د ملي امنيت او د پوځ سرتيري شامل دي.

د يادوني وړ خبرده دا ده چي د پسرلي د پيل سره د ياغيانو حملې، لکه څنګه چي وړاند وينه يې سوې ، ول ډيري سوي دي.

په کندهار کي دا لومړي ځل نه دي چي هغوی په داسي حملو لاس پوري کوي. د فبرورۍ په مياشت کي هم وسله والو طالبانو د هغه ولايت پر امنيې قوماندانۍ باندي حمله وکړه، 15 تنه يي ووژل او 60 تنه نور ټپيان سول.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل