1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجاهد پاکستان ته: «مننه کوو موږ خپله کدرونه لرو»

۱۴۰۰ دی ۲۶, یکشنبه

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:» موږ له پاکستان څخه مننه کوو، افغانستان په خپله په کافي اندازه کدرونه لري.«د پاکستان صدراعظم عمران خان په وروستیو کې ويلي يې وو چې غواړي افغانستان ته کاري پرسونل واستوي.

https://p.dw.com/p/45b8Y
Afghanistan Kabul | PK der Taliban: Sprecher Zabihullah Mujahid: Mullah Mohammad Hasan Akhundzada soll Taliban leiten
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

ذبیح الله مجاهد د عمران خان د وروستۍ څرګندونو په اړه ويلي دي چې «افغانستان الحمدالله د کدورنو له پلوه غني دی...اړتیا نه لیدل کیږي چې په دې برخه کې موږ د کوم هیواد نه غوښتنه وکړو او یا دې د نورو هیوادونو اتباع دلته راوغواړو.»

مجاهد دغه څرګندونې له بي بي سره په یوه مرکه کې کړي چې په قطر کې د طالبانو ویاند محمد نعیم پر خپل ټويټرپاڼه خپره کړې ده.

هغه زیاته کړې چې افغانستان اوس مهال د بانکي، اقتصاد، مخابراتو او ټولو برخو کې د وخت اړتیاو سره برابر ځوان کدرونه لري. هغه زیاته کړې: «موږ بشري مرستو او اقتصادي کمکونو ته ضرروت او په دې تړاو نړۍ او هیوادونو څخه هرکلی کوو خو د کدرونه له بابته په بشپړه توګه بسیا یو.»

د پاکستان صدراعظم عمران خان څو ورځې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي له پاره دې دغه هیواد ته روزل شوې بشري قوه واستول شي.

خو مجاهد د دغې مرکې په یوه برخه کې وايي: «په دې برخه کې موږ مننه کوو، اړتیا نشته چې کمک وسي.»

د عمران خان څرګندونو په افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو ترمنځ يو لړ غبرګونه له ځانه سره درلودلي دي. د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي که څه هم د پاکستان له دغه وړاندیزه هرکلی کړی خو ويلي يې دي چې افغانستان په خپله ښه کدرونه لري.

هغه دغه راز پر طالبانو غږ کړی چې افغان ځوانانو ته دې کاري فرصتونه برابر او بهر ته د تللو متخصصو کدرونو د بیرته راوستلو زمینه برابره کړي.

ذبیح الله مجاهد وايي، دلته ځینې بانکي ستونزې پیښې شوې او هغه هم د امريکې له خوا پيښې شوي وو چې بانکي راکړه ورکړه وسره ټکنۍ شوه... نو «ځينې هیوادونو به فکر کړی وي چې دا به د پرسونل د نابسیا له وجې وي. خو داسې نه ده.»

د تیرکال په اګست میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط او واک ته د طالبانو په رسیدو، له افغانستانه په لسونو زره افغانان ووتل. ويل کيږي چې په دې ډله کې متخصص کدرونه هم شامل دي.