1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کریکټ: افغانستان او اماراتو د همکارۍ یو ۵کلن تړون لاسلیک کړی

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د افغانستان کريکټ بورډ د يکشنبې په ورځ وويل چې متحده عربي ایالاتو سره يې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې به يې دغه هیواد په راتلونکو پنځو کلونو کې د افغانستان د کورنيو لوبو کوربه وي. نورې اسانتياوې هم برابرې شوي دي.

https://p.dw.com/p/4K8ru
Afghanistan U-19 Cricket-Mannschaft
انځور: ACB Media

امنيتي انديښنې د دې سبب شوي چې سفري ټيمونه له افغانستانه بهر پاتې شي او په وروستیو کلونو کې يې خپلې کورنۍ لوبې په هندوستان هیواد کې ترسره کړي دي. دغه انګیرنه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته لا پسې ډيره شوې ده.

د افغانستان کریکټ بورډ په دې هکله د يکشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي دي: «د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ پنځه کلن هوکړه لیک، لاسلیک شو...» بورډ زیاته کړې چې د دغه قرارداد پر اساس به افغانستان په یاده موده کې هر کال د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزې لوبې ترسره کوي.

کریکټ بورډ دا هم ویلي دي چې دغه اداره به د شوي تفاهم له مخې په متحده عربي اماراتو کې د «لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي او همدارنګه به د ویزو اسانتیاوې ترلاسه کړي.»

د متحده عربي اماراتو د کريکټ بورډ مشر، مبشر عثماني په دې تړاو یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «...موږ خوښ یو چې د افغانستان د کريکټ بورډ ملاتړ کوو او ډاډ ورکول کيږي چې دوی د خپل کريکټ له پاره يو کور لري.»

د اماراتو د کريکټ بورد په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ همدارنګه د افغانستان له کريکټ بورډ څخه مننه کوو چې هر کار يې د متحده عربي اماراتو سره د شل اوریزو لوبو د یو سريز موافقه کړې ده» او دا به زموږ د ټيم د پرمختګ له پاره ډيره مرسته وکړي.

کریکټ: جانتن ټروټ د افغانستان د ملي ټيم روزونکی ټاکل شوی

د متحده عربي اماراتو کريکټ بورډ به د دغه هوکړه ليک پر اساس، افغان لور ته لوژيستيکي آسانتیاوي هم برابروي چې په هغو کې د ویزو او دفتر ځای مرستې هم شاملې دي.

د افغانستان د کریکټ اجرائيوي مشر، نصیب خان هیله ښودلې چې دغه «ګټور توافق» به وشي کړی د دواړو خواو د راتلونکو اهدافو له پاره ګټور واقع شي.

نصیب خان په یوه ويډیو کې چې د افغانستان د کريکټ بورډ پر فیسبوک پاڼه خپره شوې وايي چې د افغانستان کريکټ بورډ په تېرو دوو کلونو کې يوازې یو ځل په قطر کې د نيدرلیند يا هالنډ لوبډلې کوربتوب کړی او تر هغه وروسته يې د نورو لوبډلو د کوربتوب له پاره مناسب ځای نه درلود. دی وايي: «د افغانستان له پاره یوازې ښه انتخاب د عربي متحده اماراتو میدانونه وو خو هغوی د اجازت نامې د فیس په نوم موږ نه يو څه ډالر غوښتل.»

نصيب خان وايي چې وروسته له دې به افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د بهرنیو ټيمونو کوربتوب کوي او امارات به ورڅخه د لوبو د اجازت نامې فیس هم نه اخلي.

متحده عربي اماراتو په تېر کې د پاکستان د داخلی لوبو د ترسره کېدو ځای هم پاتې شوی او دغه راز د نورو لوبو کوربتوب يې هم کړی دی.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله دا وخت له سریلانکا سره پر يو ورځنۍ نړیوالو لوبو بوخته ده چې د افغانستان د کريکټ بورډ په حواله نن یکشنبه ېې خپله دوهمه لوبه پيل کړې چې لومړی په کې توپوهنه کوي.

mks/mns(ACB/Reuters)