1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په زرونو زره کډوالو د مکسيکو او امريکا پر سرحد هجوم وروړی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۲, جمعه

د امريکا د کورني امنيت وزير د کډوالۍ د سختو مقرراتو د ختمېدو په درشل کې په غيرقانوني توګه د مکسيکو له طرفه امريکا ته له اوښتلو څخه خبرداری ورکړی. نوموړي وويل چې «زموږ پولې پرانيستې نه دي.»

https://p.dw.com/p/4RF7G
د امريکا متحده ایالاتو او مکسيکو پر سرحد په انتظار ولاړ کډوال
د امريکا متحده ایالاتو او مکسيکو پر سرحد په انتظار ولاړ کډوال انځور: Herika Martinez/AFP

په لسونو زره کډوال هڅه کوي چې د امريکا متحده آيالاتو او مکسيکو ترمنځ له پولې څخه واوړي. د متحده آيالاتو د کورني امنيت وزيرالېخاندرو مايورکاس وويل هغه څوک چې په غيرقانوني توګه له پولې اوړي، بايد د سختو پايلو انتظار هم ولري. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د ولسمشر بايدن د وروستي فرمان په اساس ډېری غيرقانوني کډوال د دېرشو ورځو په ترڅ کې بېرته اخراجيږي که د پناه غوښتنه يې تر لومړۍ ارزونې وروسته رد شي.

اړونده موضوع:د متحده آيالاتو د کورني امنيت وزيرالېخاندرو مايورکاس

د پنجشنبې او جمعې ورځو ترمنځ شپه کې د ۴۲ په نوم مقرره پای ته رسيږي. د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دوره کې رامنځ ته شوې دغه مقرره امريکايي ادارو ته د دې اجازه ورکوله چې کډوال ډېر ژر مکسيکو يا نورو هېوادونو ته اخراج کړي بې له دې چې هغوی د پناه غوښتنې فرصت ولري.

د متحده آيالاتو د کورني امنيت وزيرالېخاندرو مايورکاس
د متحده آيالاتو د کورني امنيت وزيرالېخاندرو مايورکاسانځور: Jonathan Ernst/REUTERS

اوسمهال د ولسمشر بايدن له خوا نوي مقررات پلي شوي دي چې له مخې يې هغه څوک د پناه اخيستلو حق نه لري چې له نورو هېوادونو تېر شوي وي او هلته يې د پناه عريضه نه وي ورکړې. د پناه حق هغه مهال هم له منځه ځي چې د کډوالۍ او مهاجرت له پاره له غيرقانوني لارو څخه ګټه اخيستل شوې وي. داسې برېښي چې د متحده آيالاتو په سويلي پوله کې راټولو شوو ډېری کسانو پورې ښايي دغه مقرره صدق وکړي.

اړوندوه موضوع:ولې افغانان له برازيل څخه په قاچاقي لارو امريکا او کاناډا ته ځي؟

د مکسيکو په سرحد کې په لسونو زره کډوال د ۴۲ په نوم مقررې د پای ته رسېدو له کبله سره راټول شوي او هيله لري چې له پولې څخه تر اوښتلو وروسته بېرته اخراج نه شي او په متحده آيالاتو کې نوی ژوند پيل کړي. د امريکا پر اړخ هم په لسونو زره غير قانوني کډوال د نيمې شپې راهيسې انتظار باسي څو په متحده آيالاتو کې د پناه غوښتنې عريضه وړاندې کړي. د مکسيکو ولسمشر اندرېس مانوېل لوپېز اوبرادور د پنجشنبې په ورځ وويل چې مکسيکو له متحده آيالاتو سره ګډ کار کوي څو د پولې په اوږدو کې د ګډوډيو او تاوتريخوالي مخه ونيسي.

رويترز/ن.ص./ب ص

زموږ له آرشيف څخه: