مبارک له زندان څخه روغتون ته لېږدول سوی دئ
۱۳۹۱ خرداد ۳۱, چهارشنبهچارواکو هغه ادعاوي رد کړي دي چي گويا حسني مبارک له کلینیکي لحاظه مړ شوی دئ.
د حسني مبارک د روغتیا په اړه په داسي حال کي ضد او نقيض خبرونه خپریږي چي په مصر کې د وروستیو ولسمشریزه ټاکنو پایلي لا تر اوسه پوري معلومي نه دي. د دغو ټاکنو دواړه ګډونوال ادعا کوي چي ټاکني ئې گټلي دي.
په همدې حال کي د مصر د روغتیا د څانگي یوه کارکوونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي مبارک له «کلینیکي لحاظه نه دئ مړشوی هغه په کوما کي دئ او ډاکتران هڅه کوي چي هغه و ژغوري.»
د مصر دولتي تلویزیون هم ویلي دي، چي مبارک په کوما کي دئ او له کلینیکي لحاظه نه دئ مړ. دا په داسي حال کي ده، چي تر دې مخکي د مینا دولتي تلویزیون ویلي ول، چي ۸۴ کلن مبارک تر مغزي سکتې وروسته، مړ شوی دئ.
ویل شوي دي چي د مبارک مېرمن د هغه د ليدلو له پاره روغتون ته ورغلې ده. د مصر دولتي تلویزیون ویلي دي چي د مبارک د روغتیایي وضعیت په اړه به ژر یوه رسمي اعلامیه خپره کړي.
مبارک د خپل رژیم تر ړنگېدو وروسته، په ۲۰۱۱ کال کي د مظاهره کوونکو د وژلو په تور په عمري بند محکوم شوی وو. هغه د روان کال د جون د میاشتي پر دوهمه نېټه زندان ته واستول شو.
د رپوټونو له مخي تر دې وروسته د هغه روغتیايي وضعیت د پخوا په پرتله ډیر خراب شوی وو. ډاکترانو تر دې مخکي ویلي ول، چي مبارک له سخت دیپریشن، د ویني لوړ فشار او نفس تنگۍ څخه کړېدئ.
د حسني مبارک کورنۍ غوښتل چي هغه باید روغتون ته واستول شي. خو دا کار کیدای شوای چي مصریان ئې په غوصه کړي وای، ځکه چي د مصر ډیرو اوسیدونکو غوښتل چي هغه ته د مرگ سزا ورکړل شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل