1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مبارک: د عيسويانو په وړاندي د ترهگر بريد شاته بهرني عناصر دي

۱۳۸۹ دی ۱۲, یکشنبه

د مصر خلک د يوه ذهني تکان سره مخامخ دي. کله چي نوی مېلادي کال لا يو ساعت نه ؤ زوړ نو د سکندريه ښار د يوې قبطي کلېسا مخې ته يوه چاودنه وسوه. د پوليس په وينا دغه يو ځانمرگی بريد ؤ.

https://p.dw.com/p/Qlrg
د بريد وروسته خلکو اخ و ډب ته لاس واچویانځور: picture alliance / dpa

چارواکي وايي چي يوه سړي خپل په موټر کي څه باندي سل کلو چاودېدونکي مواد پټ کړي وه او کله چي د جمعې او شنبې په ماخستن د زرو په شاوخوا کي مصري عيسويان د نوي کال د ديني لمانځنو وروسته د خپلې کلېسا څخه د راوتلو په حال کي وه چاودنه وسوه چي پکښي 21 انسانان ووژل سول تر اتيا څخه زیات ژوبل سول. يو ژوبل سوی کس دا پوښتنه کوي چي دا چاودنه ولي وسوه:

«موږ خو يوازي خپل عبادت کول غوښتل. موږ ته ولي دا راپېښه سوه؟ حکومت موږ يوازي پرې ښودلو.»

دغه چاودنه ډېره شديده وه چي د عيني شاهدانو په وينا د انسانانو د جسدونو ټوټې شاوخوا پاشل سوي وې. هغه 70 کسان چي ژوبل سوي وه په کوڅه کي پراته وه. د چاودنې وروسته بعضي گاونډي ودانيو هم اور واخيستی. مصريانو دغه ډول انځورونه يوازي د عراق څخه پېژندل. د الجزيره تلويزيون سره د خبرو پر وخت ضيا رشون نومي سياسي څېړونکي وويل چي دغه د مصريانو لپاره ډېر بېره اچوونکي انځورونه ول:

« په مصر کي تاوتريخوالي دغه لوړه درجه خپله کړه چي اوس ځانمرگي بريدونو او په موټر کي پټ سوي بمونه چاودل کيږي. کوم تفصيلات چي تر اوسه تر لاسه سوي دي د هغو څخه معلوميږي چي دا د القايدې کار دی.»

د سکندريه والي هم د دغه خونړي بريد پړه پر القايدې واچوله. د مصر ولسمشر حسن مبارک هم په تلويزوني وينا کي وويل:

« د دغه ترهگر بريد وروسته چي کوم شواهد تر لاسه سوي دي هغوی ښيي چي پدغه بريد کي د بهرني عناصرو لاس دی. دوی غواړي چي د مصر څخه د سيميزي او بهرنۍ تره گرۍ بندر جوړ کړي.»

حسن مبارک ژمنه وکړه چي د تره گر بريد د لاملينو په تلاښ کي به هيڅ هڅه ونه سپمول سي. تر اوسه پوري ددغه برید پړه چا په غاړه نده اخيستې. دوې مياشتي تر مخه لا القايدې د عراق په پلازمېنه بغداد او په مصر کي د عيسويانو او د هغوی د عبادتځايونو د په نخښه کولو گواښونه کړي وه. خو ضيا رشوان وايي چي دلته يوه پوښتنه رامنځ ته کيږي:

« په 1997م مېلادي کال کي د لکسور د بريد وروسته چي پکښي 70 انسانان وژل سوي وه او زياتره يې هم سيلانيان وه په مصر کي دا لومړی ستر تره گر بريد دی. کېدلای سي چي د دغه وروستي بريد تر شا د ديني تاوتريخوالي وجوهات وي چي موږ ورسره مخامخ يو.»

د مصر 10 فيصده اوسېدونکي عيسويان دي او پر دوی د همېشه څخه کله نا کله بريدونه کېدله. د بېلگي په توگه تېر کال په جنورۍ کي هم د يوه موټر څخه پر عيسويانو ډزي وسوي چي 7 انسانان يې ووژل. مسلمانو او غېر مسلمانو مصريانو ددغه بريد غندنه کړې وه.

دوی نعرې وهلې چي صليب زنده باد او هلال يا سپوږمۍ زنده باد چي د عيسوي دين او اسلام سمبولونه بلل کيږي. د الاظهر جماعت ستر عالم هم پر عيسويانو دغه بريد په سختو الفاظو غندلی دی. خو د عيسويانو د تسلي کولو لپاره دغه کافي نه وه او تېره شپه په سکندريه کي په بېلابيلو ځايونو کي اخ و ډب رامنځ ته سو چي د پوليسو د مداخلې وروسته به پای ته ورسېدی.

لينډا شټاوډه / احمدولي اڅکزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل