1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ماکرون: جي۲۰ سرمشريزه دې طالبانو ته واضح پيغام ورکړي

۱۴۰۰ مهر ۱۳, سه‌شنبه

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون، ويلي دي چې د جي۲۰ په راتلونکې سرمشريزه کې باید طالبانو ته د رسمیت پيژندلو په اړه د نړیوالو شرایطو یو واضح پيغام ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/41GPM
Paris Frankreich Präsident Emmanuel Macron Pressekonferenz
د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرونانځور: Sebadelha Julie/Abaca/picture alliance

ماکرون له «فرانس انتر» راډيو سره په یوه مرکه کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه وويل چې دغه شرایط باید د ښځو له پاره د مساوات، بهرنيو بشردوستانه ماموریتونو ته لاسرسی او اسلامپاله تروریستي ډلو سره نه همکاري کولو په ګډون وي.

د رويټرز په حواله، د فرانسې ولسمشر وويل: «زه په دې باور يم چې د نړیوالو له خوا په رسیمت پيژندل باید یو قیمت ولري. د افغان مېرمنو وقار او د ښځو او نارینه و تر منځ مساوات باید یو د هغو مسايلو څخه وي چې موږ ورباندې ټينګار کوو او دا باید زموږ له پاره یو شرط وي.»

ماکرون د جي۲۰ سرمشريزې په اړه چې په پام کې د روانې مياشتې په وروستيو کې په روم کې جوړه شي وويل: «موږ به د افغانستان په اړه خبرې وکړو. موږ باید په بشپړه توګه دا ووايو. موږ اروپايان، امریکايان، چين، روسيه، د افریقا ستر ځواک، آسیا، پسفيک او لاتین امریکا ټول د طالبانو د په رسميت پيژندلو د شرايطو په اړه بايد په ګډه يو ډېر روښانه پيغام ولرو.»

طالبان چې تر شل کلنې جګړې وروسته د اګست مياشتې په نیمايي کې یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسيدلي تر اوسه د هيڅ هیواد له لوري په رسیمت نه دي پيژندلي.

پاکستان چې په سیمه کې د طالبانو تر ټولو نژدې ملاتړ کوونکی هيواد ياديږي هم تر اوسه دغه کار نه دی کړی.

د پاکستان صدراعظم د تيرې اوونۍ په پای کې وويل چې که يوازې پاکستان طالبان په رسمیت هم وپيژني ډير تغيرات به رامنځ ته نشي. هغه ټينګار وکړ چې مهمه دا ده چې په ځانګړې توګه امریکا متحده ایالات، اروپايي اتحاديه، روس او چين طالبان په رسمیت وپيژني. هغه وويل چې «په دې اړه خبري روانې دي.»\

ر/م.ک.ص./ن.ز.