پمپيو او سلمان د هرمز تنگي د امنيت په اړه خبري کړي
۱۳۹۸ مرداد ۱۷, پنجشنبهامريکا د فارس خليج په اوبو او هرمز تنگي کي د تيلو د بيړيو د تگ راتگ د امنيت د تضمين له پاره، د يوه قوي نظامي ائيتلاف غوښتونکې ده. په همدې اړه د امريکا خارجه وزير مايک پمپيو د عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره خبري اتري کړي.
فرانسې خبري آژانس د پنجشنبه په ورځ له واشنگټن څخه د يوه رپوټ په خپرولو سره د پمپيو او محمد بن سلمان ترمنځ د تيليفوني اړيکو خبر ورکړی. ويل کيږي چي د چهارشنبې په ماښام د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د عربستان وليعهد، په فارس خليج کي د روانو کړکيچنو په اړه، يو له بل سره خبري اتري کړي.
د نړيوالو بيړيو د رامنځته کيدو په اړه سياست سره د بريتاينا تر يوځاي کيدو وروسته، چين هم خبر ورکړی چي د اړتيا په وخت کي به د خپلو بيړيو په همکاري کولو هم اقدام وکړي.
د نوموړي آژانس په رپوټ کي همدارنگه راغلي دي چي »په سيمه کي د ايران د بې ثباته کيدونکو اقداماتو« په وړاندي مقابله هم، د پمپيو او سلمان ترمنځ د خبرواترو موضوع وه.
يوې ځواکمني سمندري بيړي ته اړتيا
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند مورگان اورتگاس، د پمپيو او سلمان ترمنځ د تليفوني اړيکو د خبر په خپريدو سره، پر دې ټينگار کړی دی چي امريکا په فارس خليج او په ځانگړي ډول هرمز تنگي کي د کښتۍ چلولو د امنيت ساتلو له پاره د يوه قوي نظامي ائيتلاف د رامنځته کيدو غوښتونکې ده.
پر دې سربيره په سيمه کي کړکيچ هم د دواړو خواوو ترمنځ د بحث کولو يوه بله موضوع وه. د اورتگاس خبره، د تيري يوې مياشتي په ترڅ کي د ايران له خوا، د درو بيړيو توقيف کولو ته متوجه ده.
امريکا همدارنگه د فارس خليج په اوبو او د فجيرې بندر ته نژدې، پر بيړيو باندي د بريدونو مسئوليت پر ايران اچوي. د فرانسې خبري آژانس د نړيوالو متحدينو د راجذبولو او په سمندري بيړيو کي د هغوي گډون ته اشاره کړې او په عين حال کي يي له ايران سره د يوه مخامخ نظامي حالت له رامنځته کيدو څخه هم خبرداری ورکړی.
مورگان اورتگاس همدارنگه د يمن د جگړې موضوع هم، د پمپيو او سلمان ترمنځ خبرو اترو د محور په حيث ياده کړې. د امريکا د خارجه وزارت وياند ويلي دي چي »پمپيو او د عربستان شاهزاده، د ملگرو ملتونو سازمان د ځانگړي استازي مارتين گريفيتس له ماموريت څخه د ملاتړ او د يمن د بحران سياسي حل ته د رسيدو له پاره د هغه پر هڅو ټينگار کړی دی.»
دونالد ترمپ تيره له هغه وروسته چي د يمن په جگړه کي يي پر ښکيلو هيوادونو د جنگي مهماتو د خرڅلاو د ممانعت موضوع ويټو کړه، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته يي د ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅلاو زمينه برابره کړه.
(g.p/n.z(Afp