1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مالتا: له ایتالیا سره د مهاجرینو د منلو پر سر توافق شوی

۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبه

مالتا ویلي هغه مهاجرین به ومني چې د ژغورونکو کښتیو په واسطه ژغورل شوي او اوس د ایتالیا پر لور روان دي. د مهاجرینو یوه بله کښتۍ هم د ايتاليا د لمپیدوزا ټاپو پر لور روانه ده خو چارواکي وايي د لنګر اچولو اجازه به ور نه کړي.

https://p.dw.com/p/3Lgkk
Migranten auf einem NGO-Boot von Mediterranea Saving Humans
انځور: picture-alliance/O. Calvo

د رسنیو د رپوټونو پر اساس مالتا او ایتالیا هیوادونه د جمعې په ورځ د مدیترانې په سمندر کې د خیریه سازمانانو اړوند د ژغورنې کښتۍ  او د ایټالیا د ښي اړخي کورنیو چارو د وزیر ماتیو سالویني د تقابل د حل په موخه یوې موافقې ته رسیدلي دي.

ویل کیږي چې دواړه لوري په دې سره سلا شوي چې د مدیترانیه په نامه د یوه ایتالیوي غیر دولتي سازمان د یوې کښتۍ پر مټ په مدیترانه سمندر کې ژغورل شوي مهاجرین ومني.

یادې ایتالوۍ کښتې د مدیترانې په سمندر کې ۵۴ تنه مهاجرین له ډوبیدو ژغورلي وو. د شوي توافق پر اساس، ټاکل شوې چې مالتا هیواد به د ساحلونو د ساتنې له پاره یوه کښتۍ وګماري څو ژغورل شوي مهاجرین د مالتا هیواد پلازمینې والیټا ته انتقال کړي. د مالتا هیواد ویلي چې د دې اقدام په بدل کې ټاکل شوې ایټالیا به د اروپايي ټولنې د همکارۍ او ښه نیت د روحیې د ترویج په موخه له مالتا هیواد څخه ۵۴ تنه مهاجرین ومني.

Migranten auf einem NGO-Boot von Mediterranea Saving Humans
انځور: picture-alliance/O. Calvo

په کښتۍ کې د ژغورل شوو کسانو په ډله کې میندواره میرمنې او ماشومان هم شامل وو او د ایتالیا د کورنیو چارو وزیر سالوینې یادې کښتۍ ته په خپله خاوره کې د لنګر اچولو اجازه نه وه ورکړې. ایتالوي چارواکو له دوی څخه یوازې له خطر سره مخ ۱۳ تنه مهاجرین ومنل او هغوی یې لامبيدوزا ته انتقال کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په شپه مدیترانیه په نامه یاد خیریه سازمان خبر ورکړ چې نه مالتا او نه هم ایتالیا د الیکس په نامه په یادې کښتۍ کې د پاتې ۴۱ تنو مهاجرینو د انتقالولو په موخه کومه کښتۍ نه دې لیږلې. له مدیترانیه سازمان څخه الساندرا سکیوربا ویلي چې په داسې حال کې چې ایتالیا د میندواره میرمنو په ګډون یو شمیر کورنۍ منلي دي خو د یوه ۱۱ کلن ماشوم په ګډون ټول کم سنه مهاجر لا هم په کښتۍ کې پاتې دي.

(AP, Reuters, AFP, dpa) /kh-bs