ماشوم عسکر او د هغوی غلا سوی کوچنوالی
د نړۍ په ځينو هيوادونو کي ماشوم عسکران چي اووه يا اته کلن دي اړايستل کيږي چي نشې وکړي او انسانان په وسلو ووژني. دغه ماشومان له وحشتناک سرنوشته رنځ وړي. د دوی ډېر لږ توانېدلي دي چي عادي ژوند ته بيرته وگرځي.
د سوريې په کورني جنگ کي ډېر کوچنيان دې ته اړايستل سوي چي وسلې واخلي او جنگ وکړي. دغه کوچنيان مجبوره کړل سوي چي د خپل ژوند د ژغورلو له پاره وجنگيږي.
تروريستي ډله «اسلامي دولت» بې له شرمه له کوچنيانو سره زورزياتی کوي. د ملگرو ملتونو د راپور له مخي دغه ډله کوچنيان په ځانمرگو بريدونو کي استعمالوي. ډيری ئې دې ته مجبوره کيږي چي انسانان او کوچنيان ووژني.
د ملگرو ملتونو د کوچنيانو د ساتني صندوق د ادارې د راپور له مخي ډير کوچنيان د ياغيانو او حکومتي ځواکونو له خوا استخدام سوي او په وسله والو جنگونو کي گومارل کيږي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په سوډان، جنوبي سوډان، سوماليا او چاد کي په تيرو کلونو کي نزدې ۲۵۰۰۰۰ کوچنيان استخدام سوي او وسله وال سوي دي. د راپور له مخي د نړۍ په ۲۳ هيوادونو کي ۵۲ وسله والو ډلو په وسله والو نښتو کي له کوچنيانو څخه کار اخيستی دئ.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي په جنگ کي له کوچنيانو څخه کار اخيستل ډېر اسانه او ارزانه دي. دوی ته نشه ورکول کيږي او جنگي فيلمونه ور ښول کيږي. دوی بيا له دې څخه ويره لري چي هغو ډلو چي دوی استخدام کړي دي ويې نه وژني.
يو شمېر کوچنيان بيا بيرته تښتي يا د دولتي ځواکونو له خوا آزاد سوي وي. دغه ماشوم عسکر خپله وسله د ملگرو ملتونو سوله ساتي ځواک ته تسليم کړې ده. دغه کوچنيان له جنسي تيريو او نشه يي موادو څخه رنځ وړي.
هغه کوچنيان چي له دغه زورزياتي څخه وژغول سي د عادي ژوند ورته پيل ستونزمن وي. له دوی سره بايد ډېر کار وسي چي په ټولنه کي بيرته خپل ځای پيدا کړي.
دغه نجلۍ هم په زوره وسله واله سوې وه او بيرته ئې ځان وژغوری. اوس هغې د خپل هغه وخت په اړه يو کتاب ليکلی دئ. دې دغه کتاب هغه مهال وليکی چي ډيمنارک ته په تېښته بريالی سوه.
ايمانويل جال هم يو وخت ماشوم عسکر وو. اوس هغه د «هيپ هوپ» موسيقۍ نړيوال هنرمند دئ. هغه تر اوسه پوري خپل هغه وختونه نسي هيرولای چي عسکر وو.
په وسله والو نښتو کي د کوچنيانو د نه استخدامولو کنوانسيون تر اوسه پوري ۱۵۰ هيوادونو لاسلیک کړی دئ. دغه تړون د ۲۰۰۲م کال د فيبرورۍ مياشتي له ۱۲ نېټې څخه جاری دئ. له هغې ورځي راهيسي هر کال دغه ورځ د «سره لاس» د ورځي په توگه لمانځل کيږي. په دغه ورځ د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي د سره لاس ټاپي ځوړندي کيږي چي د ماشوم کوچنيانو سرنويشت ئې په ياد وي.
په ۱۹۸۹م کال کي د کوچنيانو د حقونو د کنوانسيون له مخي له ټولو اړخونو څخه غوښتل سوي ول چي تر ۱۵ کلنی پوري که يو کوچنی وسله وال وو هغه ماشوم عسکر دئ. خو په ۲۰۰۲م کال کي بيا دغه عمر تر ۱۸ کلنی پوري ورسېد.