1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لښکرګاه ـ موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۸ انسانان ووژل

۱۳۹۵ بهمن ۲۳, شنبه

د افغانستان د هلمند ولايت په مرکزي ښار لښکرګاه کي د شنبې په ورځ يو موټر بم لږ تر لږه ۲۳ انسانانو ته مرګ ژوبله واړوله. دغه چاودنه د کابل بانک مخي ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/2XOM7
Afghanistan Talibanangriff in Lashkar Gah
آرشيف انځورانځور: picture alliance/dpa/W. Yar

د افغانستان د سويلي ولايت هلمند په مرکزي ښار لښکرګاه کي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ ۱۱مه نېټه) يو موټري بم انفجار وکړ. د ځايي چارواکو په وينا دغه چاودنه چي هدف يې د افغان ملي اردو عسکر ول، لږ تر لږه اته انسانان يې وژلي دي.

د محمد کريم اتل په نوم د هلمند د ولايتي شورا رئيس د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي په وژل سوو کي «د ملي اردو ۵ عسکر هم شامل دي». د نوموړي په وينا په دغه چاودنه کي د ۳ ماشومانو په شمول ۱۵ انسانان ژوبل سوي هم دي.

خو په هلمند کي د افغان ملي اردو وياند محمد رسول ځاځي بيا د وژل سوو عسکرو شمېر ۳ بللی دی. ځاځي ويلي چي درې نور څلور نور ژوبل سوي دي.

اتل او ځاځي دواړو ويلي چي چاودنه په داسي حال کي رامنځ ته سوه چي د ملي اردو عسکر د کابل بانک د څانګي څخه د خپلو معاشونو د را ايستلو په حال کي ول. تر اوسه د دغه بريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

هلمند د افغانستان ناقراره ولايتونو څخه دی چيري چي يو شمېر سيمي د طالبانو تر کنترول لاندي دي. د تېر مېلادي کال به اکتوبر مياشته کي هم په لښکرګاه کي يوه موټري بمي چاودنه سوې وه چي پکښي ۱۰ پوليس چارواکي وژل سوي او ۱۵ نور ژوبل سوي ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.06.2015):