1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ليکوالو ته اړتيا

۱۳۸۸ اسفند ۱۱, سه‌شنبه

د آلمان ږغ راډيو د خپلو راډيويي ډرامو د خپروني د يوی نوی لړی لپاره مجربو او استعداد لرونکو ښځينه او نارينه ليکوالو ته اړتيا لري...

https://p.dw.com/p/MHtu

په ټوليزه توګه دغه دوه سوه راډيويي ډرامې، چي سل يې په پښتو او سل يې په دري کي په پام کي نيول سوي د «واره او زده کړه» تر نامه لاندي د پروژې په چوکاټ کي په افغانستان او آلمان کي توليديږي.

د ډرامو موضوعګاني بايد د افغانستان د وګړو د ژوند بيلابيلي برخي انځور کړي. البته دا موضوعګاني د آلمان ږغ راډيو له خوا ټاکل کيږي.هره ډرامه لس لړۍ لري او بايد 1500 کليمې وي. د راډيويي ډرامو پر جزيياتو باندي او دا چي څه ډول څرنګوالی بايد ولري، د آلمان ږغ راډيو په هغو معلوماتي سيمينارونو کي ورباندي خبري کيږي، چي د انتخاب سوو ليکوالو لپاره دايريږي. په دغو سيمينارونو کي ګډون حتمي او د دغي پروژي يوه برخه ده.

هره ليکواله او يا هر ليکوال د يوې راډيويي ډرامې لپاره لس لړۍ ليکي. هره اونۍ بايد يوه لړۍ په بشپړه توګه وليکله سي او د E-Mail له لاري اړوند مسوول کتونکي يا مصحح ته واستول سي. کتونکي يا مصحح په هغې کي اړين بدلونونه راوړي اود اړتيا په وخت کي ليکواله او يا ليکوال په خپلي ليکل سوي ډرامې کي ژر تر ژره دغه بدلونونه په پام کي نيسي او په خپل ليکل سوی متن کی بدلون راوړي.

د روان ميلادي کال د می په مياشت کي په کابل کي له څو ورځو ښوونيز سيمينار څخه وروسته ليکوالان د خپل کار د پيل لپاره چمتو کيږي او عملا د 2010 ميلادي کال د جولای په لومړی نېټه په خپل کار پيل کوي. د هري ډرامي ټولي لس لړي بايد د 2010 کال د اګست د مياشتي تر نيمايي پوري بشپړي او کتونکو ته وړاندي سي.د کار د بشپړولو لپاره ټاکلي موده په هيڅ ډول سره د اوږديدو نه ده. که چيري تر ټاکلي مودي کار بشپړ نه سي، د تړون خلاف عمل ګنل کيږي.

ليکواله او ليکوال بايد څه ډول مسلکي پسمنظر ولري:

1. د راډيويي تمثيلي کيسو په برخه کي ډيره ښه تجربه درلودل يا د ديالوګ په شکل د لنډو هيجاني کيسو په ليکولو کي تجربه.

2. د ديالوګ په توګه په ولوله خو«طبيعي» توګه د په زړه پورو او علمي مسايلو د ليکولو توانمندي درلودل.

3. د تمثيلي او بيا په خاصه توګه د لړۍ لرونکو کيسو په ليکلو کي داسي توانمندي او استعداد درلودل، چي ټولي لس لړۍ يوه د بلي په تعقيب خپله ولوله او هيجان له لاسه ور نه کړي.

4. په يوي ټاکل سوی موضوع کي په ځانګړې توګه د څېړني لپاره توانمندي درلودل او حقيقي، رښتيني معلومات په ساده او د پوهيدو په وړ ژبي سره بيانول.

5. د داسي ليکلو توانمندي درلودل، چي په ساده، روانه، د پوهيدو وړ او په زړه پوري ژبه وي او د راډيو اوريدونکي په ځانګړې توګه ځوان نسل پري پوه شي او خوند ترې واخلي.

6. په خپل ټاکلي وخت کي د ليکل سوي متن د سپارلو لپاره دستپلين درلودل او د دې لپاره چمتوالی ښودل، چي د کتونکي او مصحح له غوښتني سره سم پرته له ځنډ څخه په ليکل سوي متن کي بدلون راوستل سي.

د آلمان ږغ راډيو څه آسانتياوي تاسي ته برابروي:

1. په يوه په زړه پوري او نوښت لرونکې پروژه کي د خپلي پوهي او زده کړي د لا پراختيا په موخه د برخي اخيستو لپاره امکانات برابرول.

2. په دغه پروژه کي د آلمان ږغ راډيو له غوښتنو سره سم په ټاکلي موده کي د سپارل سوو کارونو د بشپړېدو څخه وروسته د 2200,-- ( دوه زره دوه سوه) ايرو حق الزحمې ورکول.

3. د کتونکو او د پروژې د مسوولينو له خوا د کار له پيل تر پای پوري ملتيا.

4. تر يوې ټاکلي اندازې پوري د مخابراتي لګښتونو په غاړه اخيستل. د هغو لګښتونو په غاړه اخيستل، چي د ليکوالانو او د کتونکو او د پروژې د مسوولينو تر منځ د تماسونو په نتيجه کي رامنځ ته کيږي.

5. تر يوې ټاکلي اندازې د څېړني د موادو لګښت په غاړه اخيستل. د بيلګي په توګه: ليکواله يا ليکوال مجبوره کيږي، چي په يوه ټاکلې موضوع کي د خپلي څيړني لپاره يو کتاب راونيسي. د دغه کتاب يا داسي نورو موادو لګښت تر يوې ټاکلي اندازې د آلمان ږغ راډويو په غاړه اخلي.

6. په کابل کي د دغي پروژې لپاره د زده کړو د يو څو ورځني سيمينار دايرول. د سيمينار د هغو برخوالو د خوراک او هوټل د مصارفو په غاړه اخيستل، چي له کابل څخه بهر راځي.

د مهربانۍ له مخه خپل غوښتنليکونه او مسلکي اسناد د 2010 کال د مارچ د مياشتي تر 25 نېټې پوري په دغو E-Mail يا برېښناليکونو راوليږی.

هغه ليکوالي او ليکوالان، چي زموږ له خوا ومنل سي، د مارچ تر پايه پوري به ورته خبر ورکړل سي.

د اړيکي پته:

Ibe-afg@dw-world.de

afghanistan@dw-world.de

Tel.: 0049 228 429 4842

ستاسو له لیوالتیا څخه ډيره مننه