1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېديځ هيوادونه ترکمه حده پوري روسيې ته ضرورت لري

۱۳۸۷ شهریور ۱, جمعه

د قفقاز شخړه د دې سبب ګرځېدلې ده، چي د ناټو او روسيې تر منځ اړيکي خرابي سي پردواړو اړخونو د اړيکو د خرابېدو نخښي نښانې ليدل کيږي

https://p.dw.com/p/F332
د ناټو د خارجه چارو وزيران ،د روسيې سره پر اړيکو د سلا مشورو پر وخت
د ناټو د خارجه چارو وزيران ،د روسيې سره پر اړيکو د سلا مشورو پر وختانځور: picture-alliance / dpa

د ناټو د روسيې شورا خپل کار تر هغه وخته ځنډولی دی ترڅو روسي قواوي دقفقاز دخاوري څخه وتلي نه وي. د بلې خوا بيا روسيې د ناټوڅخه خپل استازی بېرته رابللی دی ،او دروان 2008 م مېلادي کال لپاره پلان سوي ټوله هغه ګډ پوځي تمرينات يې هم ځنډولي دي، چي بايد د روسيې او ناټو لخواپه ګډه تر سره سوي وای.همدارنګه د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښي دقفقاز په باب د پرېکړي پر سر د نظرونو اختلاف ،او په پولېنډ کښي د امريکااو پولينډ تر منځ ددفاعي راکټونو د ځای پر ځای کېدو تړون،چي روسيه هغه ته د يوه خطر په حيث ګوري، د روابطو د خرابيدو نوري نخښي دي.

د روسيې او غربي هيوادونو تر څنګ د اړيکو خرابېدل د ډيرو ګرمو ټولنيزو بحثونو لخوا بدرګه کيږي. په زياته بيا پولېنډ اود شرقي اروپا هيوادونه، روسيه د يوه تجاوزګر امپريالستي ځواک په حيث معرفي کوي.او هغه دا ډول، لکه روسيه چي د شوروي پر پخوانيوغړو هيوادونو او شرقي سوسيالسټي هيوادوباندي د بريد کولو په درشل کي وي .

روسۍ الوتکي د ګرجستان پر خاوره باندي د بمبارۍ پر مهال
روسۍ الوتکي د ګرجستان پر خاوره باندي د بمبارۍ پر مهالانځور: AP

داخبره درسته ده چي د روسي قواوو لخوا دقفقاز پر خاوره هوايي بريدونه چي د جنوبي اوسيتيا د سيمو څخه آخواپراته وه، د منلو وړ ندي، اوطبع روسيې تېری کړی دی. دا خبره هم پر ځای ده چي امريکا او د اروپايي ټولني غړي هيوادو د روسيې څخه د خپل عمل د بيرته سمولو غوښتنه کوي. خو دابه غلطه وي که غربي هيوادونه هم د روسيې په ډول غېر منطقي او تر اندازې ډيرعکس العمل وښيي.

دا خوپخوالا څرګنده وه چي روسيه يوه ستونزمنه ملګرې وه، او په آينده کښي به هم وي. د اوله سره څخه روسيې د جنوبي اوسيتيا او ابخازيا پر سر خپل لاس ايښی ؤ. د ساکاشويلي دغه هڅه چي د زور او پوځي قواو په مرسته به جنوبي اوسېتيا بېرته د ځان کي، يوه خطرناکه پرېکړه وه. او دا خبره ښايي هم څرګنده وه چي دهغه دغه پرېکړه به په يوې سياسي او انساني فاجعې سره پای ته رسيږي.

اوس د روسيې په مقابل کښي يوې حقيقي او شفافي سياسي تګلاري ته اړتيا سته. روسيې ته بايد اجازه ورنه کول سي، چي په قفقاز کښي خپل سري وکي. د قفقاز خپلواکي او مځکنۍ بشپړتيا په اروپا کښي د امن او ثبات لپاره يوه ضروري خبره ده.

د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او لومړی وزير ولاديمير پوتين
د روسيې جمهوررييس ديميتري ميدويدف او لومړی وزير ولاديمير پوتينانځور: AP

د بلې خوا روسيې ته د يوه خطرناکه هيواد په سترګه کتل او په سياسي لحاظ د هغه منزوي کول يو بې معنی کار دی. ولي چي د روسيې سره ګډ کار کول زموږ په خپله ګټه هم دی. د انرژي د يوې مهمي منبع په حيث او د اېران د اټومي پروګرام په پوښتنو کښي د روسيې سره ګډ کار ډېر مهم دی. د افغانستان په بيا جوړولو، په منځني ختيځ او شمالي کوريا په شخړو کښي هم د روسيې ملګرتيا لازمي خبره ده.

د قفقاز لانجه بايد د روسيې او لوېديځو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د له منځه وړلو سبب ونه ګرځي. ددې مانا دا نه ده چي د قفقاز په شخړه کښي و روسي سياست ته سرکښته سي. بلکي د شفاف سياست د لاري د ستونزي هواری به د اروپا د خپلو ګټو د سياست کولو مانا ولري. ولي چي روسيه يوازي د سخت او حقيقي سياست په ژبه پوهيږي.