1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لويو قدرتونو لا د ماينونو د ممانعت تړون نه دی لاسليک کړی

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

پنځه ويشت کاله ترمه د کاناډا په اوټاوا کي د ماينونو د جوړولو، پلورلو، زېرمه کولو او د ماينونو د کارولو د ممانت پر نړيوال تړون لاسليک وشو. خو مهمو قدرتونو لا ورباندي لاسليک نه دی کړی.

https://p.dw.com/p/4KR95
Arabischer Frühling in Jemen - 10 Jahre seit der Revolution
انځور: Mohammed Al-Wafi/Xinhua/picture alliance

د سړي ضد ماينونه د انسانانو د ژوبل کولو او وژلو لپاره جوړيږي. هر کال د ماينونو د چاودنو د بالغانو تر څنګ ګڼ شمېر قربانيان ماشومان هم وي. په بعضو کالونو کي آن تر نيمايي برخي پوري قربانيان ماشومان وي. د ماينونو د ممانعت نړيوال تړون د ۱۹۹۷ کال د دسمبر په دريمه او څلورمه نېټه د کاناډا په اوټاوا کي لاسليک کړل شو. هغه وخت په دغه تړون باندي ۱۲۱ هيوادونو لاسليک وکړ چي د دغه لاسليک کېدنې اوس ۲۵ کاله پوره شول. دغه تړون ته «د اوټاوا تړون» خطاب کيږي.

د معلولينو د نړيوال سازمان «هېنډي کېپ» د سياسي څانګي رئيسه ايفا ماريه فيشر وايي چي تر اوسه د نړۍ  ۱۶۴ هيوادونو چي تقريبا د ټولو هیوادونو ۸۰ فيصده کيږي، د اوټاوا پر تړون لاسليک کړی دی. خو د هغه باوجوده دمګړی بيا هم د نړۍ په زياتو جګړو کي ماينونه ډېر استعمال لري.

د ماينونو د بنديز لپاره مبارزه کوونکی د ماينونو د څار نړيوال سازمان چي هېنډي کېپ يې هم غړی دی وايي چي په ۲۰۲۱ کال ۵۵۴۰ انسانان د ماين چاودنې په پيښو کي ژوبل شول چي ورڅخه ۲۱۸۰ د زخمونو له کبله مړه شول. خو کارپوهان اټکل کوي چي هر کال د ماينونو د چاودنو په پېښو کي د قرباني انسانان شمېر ښايي تر هغه ډېر زيات وي چي ثبت شوی وی. په يادو قربانيانو کي نيمايي يې ماشومان ول. د ياد سازمان د راپور له مخي په ۲۰۲۱ کال د ماين چاودنې تر ټولو زيات قربانيان په سوريه کي ول چي شمېر يې ۱۲۳۰ ؤ. پر دويم نمبر تر ټولو زيات قربانيان په افغانستان کي ول چي شمېر يې ۱۰۷۰ ثبت شوی دی.

تر ۷۰۰۰ اضافه انسانان د ماینونو له امله وژل سوي یا ټپيان سوي دي

تر اوسه لا ډېر داسي هيوادونه شته چي د ماينونو د ممانعت پر تړون يې لاسليک نه دی کړی. د فيشر په وینا په دغو کي د نړۍ لوی قدرتونه لکه د امريکا متحده ايالات، روسيه او چين هم شامل دي. دا هغه هيوادونه هم دي چي تر ټولو زيات ماينونه توليدوي.       

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د مارچ په مياشت کي پر روسيې تور ولګاوه چي په اوکراين کي يې شخص ضد ماينونه کارولي دي. د ماين ضد سازمان په وينا په دې ترڅ کي د ماينونو ۷ بېل ډولونه کارول کيږي. د دغه سازمان په وينا د ۲۰۲۲ کال په لومړيو نهو مياشتو کي د ماين د قربانيانو شمېر ۲۷۷ وو.

د فيشر په وينا د هغو هيوادونو تر څنګ چي لا تر اوسه يې د ماينونو د ممانعت تړون نه دی لاسليک کړی، داسي غير دولتي ډلې هم شته چي په پراخه اندازه ماينونه کاروي. د هغې په وينا دغه وسله والې ډلې د غيردولتي ډلو په حيث په هيڅ نړيوالو تړونونو نه وي مکلف شوي. فيشر زياته کړېده چي په ۲۰۲۰ کال په ټوليزه توګه تر ۷۰۰۰ څخه زيات تنه د ماينونو قربانيان شول. د هغې په وينا د دغه په پرتليزه توګه جګ شمېر يوه وجه د کرونا ضد محدوديتونه هم ول. د هغې په وينا د کرونا د محدوديتونو له کبله د ماين پاکولو او د قربانيانو د درملنې په برخو کي فعاليت محدود شو.

Landminenopfer in Afghanisten
په افغانستان کي هم هر کال گڼ شمېر انسانان د ماينونو قرباني کيږي.انځور: AP

له دې مخکي چي د ۱۹۹۹ عيسوي کال د مارچ په لومړۍ نېټه د اوټاوا تړون قابل عمل شي، د دغه تړون د رامنځته کېدو لپاره په لسيزو مبارزه وشوه. د دغه تړون تر لاسليک وروسته بعضي لاسليک کوونکو هيوادونو د ماينونو خپلي زېرمي له منځه يووړې.

فيشر وايي چي د سړي ضد ماينونه په زياترو مواردو کي انسانان وژني نه، بلکه هغوی ژوبل کوي. د هغې په وينا ماينونه د دې لپاره جوړيږي چي عسکر ژوبل کړي او په دې توګه د هغوی تر وژلو زيات قوتونه په مصروف او په دې توګه زيات تاوان رامنځته کړي. ماينونه زياتره وختونه تر جګړو وروسته ځکه يوه لويه ستونزه وي، ولي چي ولسي خلکو ته لوی ګواښ جوړوي. د فشير په وينا له همدې کبله دا لا زياته مهمه ده چي د ماينونو د پاکولو لپاره په چټکۍ سره اقدام وشي. د هغې په وينا البته هغه ډول ماينونه چي اشخاصو پخپله جوړ کړي وي، د هغوی پاکولو زښته لويه ننګونه وي. هغه وايي: «پخپله جوړ کړل شوي ماينونه هر وخت او هر چيري چاودنه رامنځته کولای شي. د دا ډول ماينونو د جوړولو لپاره کومه معلومه نقشه او پلان نه وي.»

ګوترش: په ټوله نړۍ کې د ماينونو کارول زيات سوي دي

فيشر وايي چي د ماينونو او چاودېدونکو وسلو پر ضد مبارزه نه يوازي د هغوی د پاکولو يا د قربانيانو د بدن لپاره د بدن د مصنوعي غړو د جوړولو فعاليت نه دی، بلکه د هغې په وينا له ماينونو څخه مځکه بايد پاکه کړل شي او دغه پاکه مځکه بايد ولس ته وسپارل شي چي دا هم د ماين ضد مبارزې يوه مهمه برخه ده. د اوټاوا د تړون لاسليک کوونکي هيوادونه نه يوازي دا چي د ماين نه جوړولو، نه خرڅولو، نه زېرمه کولو، د شته ماينونو د له منځه وړلو او په نه لېږد مکلف دي، بلکه هغوی بايد چي د ماينونو د پاکولو او د قربانيانو سره د مرستو لپاره هم هلي ځلي وکړي. د اوټاوا د تړون د لاسليک کېدو څخه پنځه ويشت کاله وروسته لا هم ماينونه جوړيږي او په بحراني سيمو کي ورڅخه کار اخيستل کيږي.

آ./ا.ا./ن.ص.