لويديزغواړي د معتدلو طالبانوپه ورشامليدو سره مسؤليت افغانانو ته وسپاري
۱۳۸۸ بهمن ۹, جمعهبين امللي ټولني خپله وظيفه وبلله چي په افغانستان کښي نظامي او ملکي کومکونه د افغانستان د حکومت د لاري څخه تر سره کړي . دغه پروسه بايدلږ تر لږه په نظامي برخه کښي په پنځوکلوکې تکميله سوې وي .
د افغانستان دحکومت هيأت د لندن دکنفرانس نتيجې د ځان دپاره يو لوی برياليتوب بولي.خو دکنفرانس نورو ګډون کونکو هيوادودهغه په جمله کښي جرمني هم د افغانستان ددغي غوښتني ملاتړ کاوه.
د لندن دبين المللي کنفرانس اصلي پيغام داؤ: موږ به بيا هغه اشتباه ګاني او غلطۍ تکرار نه کو، چه موږ په افغانستان کښي تره سره کړيدي.
د کنفرانس دميلمه پال هيواد صدراعظم ګورډن براون د يوې نوي ستراتيژۍ او ډيرو نوو لارو څخه خبري وکړې ،تر څو په افغانستان کښي پر القاعده باندي برياليتوب حاصل سی. د براون دپاره د لندن کنفرانس د يوه لوی تغير او تحول شروع ده.
« دغه کنفرانس ديوې انتقالي پروسې شروع په ګوته کوي ، موږ به نظامي مسؤليت سيمه په سيمه او ولايت په ولايت د افغانستان امنيتي قواوو ته ورسپارو .»
د انګلستان صدراعظم دافغانستان د امنيتي ځواکونو دقوي کولو دپاره هم د ډيرو مرستو او ملاتړ وعده ورکړه .
په راتلونکو 2 کلو کښي به په افغانستان کې 170000 پوځيان، او 130000پوليس تربيه او خدمت ته تيار سي. سربيره پردې براون افغانستان ته د امريکايي او برطانوي نووعسکرو د ليږلوڅخه د فاع وکړه ، او زياته يې کړه چي نظامي فشار د بنسټ پالو بريدونو ته ښه جواب دی. خو ده د سولي او پخلايني لاس مخالفينو ته هم وراوږد کی. ده وويل، هغه طالبان چي جنګ نه غواړي، کولای سي د بين المللي ټولني د مرستي د پروګرام څخه برخمن سي.
د افغانستان جمهور ريس حامد کرزی چي د لندن د کنفرانس د نتايجو څخه په ښکاره ډول راضي معلوميدی، وعده ورکړه چي حتی په راتلو نکو 3 مياشتو کښي به په کابل کښي يوه لويه جرګه هم راوبولي.
« ددې د پاره چې دسولي دغه پروسه برياليتوب ته ورسيږي ، د سعودي عربستان د پاچا څخه هيله کوم چې پدې ارتباط زموږ سره کومک وکي، سربيره پردې موږ د خپلو همسايه هيوادو په خاص ډول پاکستان څخه هيله کوم چي زموږ د سولي د پروسې ملاتړ وکي.»
ويرکهويزر/ ګرديوال
کتونکی: محمد قاسم نوري