1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين: له فساد سره د مبارزې بايد يوه اداره وي

۱۳۹۰ بهمن ۲۵, سه‌شنبه

له اداري فساد سره د مبارزې اداري مشر د ټولو هغو جوړښتونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده چي وايي کار ئې له دوی سره توپير نه لري. په دغه برخه کي اته ادارې بېلابېلي ادارې فعاليت لري.

https://p.dw.com/p/142wL
انځور: picture-alliance/dpa

دمګړۍ په ملک کي دننه له اداري فساد سره د مبارزې له پاره شاوخواه اته بېلا بېلي ادارې جوړي سوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي ادارې مشر عزيز الله لودين وايي که د دوی ادارې ته ورته موازي جوړښتونه له منځه ولاړ نه شي نه به دوی سم کار وکړای شي او نه به هم د هغوی هڅي ګټوري پايلي ولري.

لودين دغه غوښتنه په داسي حال کي له ولسمشرکرزي څخه کړې ده چي وايي تر اوسه لا هم د کابينې د ځينو هغو وزيرانو چي په ميليونونو ډالره اختلاس ئې کړی دئ د ده پر مېز پرتې دي.

اوس يوازي افغانان نه، بلکي بهرنيان هم د خپلو هغو ميلياردونو ډالرو د اختلاس په اړه انديښمن دي چي په تيرو څو کلونو کي ئې له افغانستان سره مرسته کړي دي.

لودين وايي له فساد سره د مبارزې له پاره د څو ادارو رامنځ ته کيدلو دغه بهير ګډوډ کړی دئ.

«زه نه پوهيږم، دلته ئې له فساد سره د مبارزې له پاره بهرنيان ګمارلي دي چا ته لس زره چا ته شل زره ډالره معاش ورکول کيږی، زه نه پوهيږم چي د هغوی کار څه شی دئ، زموږ سره دومره د فساد دوسيې پرتې دي چي که ئې زه تاسو ته نومونه واخلم نو اوښکي به مو توی شي، که چيرته له فساد سره د مبارزې په برخه کي نورې ادارې و نه تړل سي زموږ کار به نتيجه و نه لري.»

په داسي حال کي چي د اداري فساد سره د مبارزي اداري مشر له ولسمشره څخه د موازي جوړښتونو د له منځه وړلو غوښتنه کوي، خلک بيا له دغي ادارې څخه غواړي چي د هغو مفسدو کسانو نومونه روښانه کړي چي د حکومت پر ګدۍ ناست دي.

د ولسي جرګې غړی محمد عبدو وايي که مفسد چارواکي محکمو ته ور وپېژندل شي او ورته سخته سزا ورکړل شي د حکومت نور مامورين به فساد ته زړه ښه نه کړي.

«يو فاسد کس چي له سره تر پايه په فساد ککړ وي، هغه حکومت له فساد سره د مبارزې په اداره کي وګماري، هغه په خپله پوهيږي چي هره بد بختي چي وکړي څوک نسته چي څه ورته ووايي».

اداري فساد اوس د افغانستان حيثيت ته سخت تاوان رسولی دئ او دغه هيواد اوس په نړيواله کچه د فاسدو هيوادونو په کتار کي ترصوماليا وروسته دوهم ځای لري.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل