1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لودين:د ځينو حکومتي چارواکو د فساد دوسيې څارنوالۍ ته وړاندي سوې

۱۳۹۰ فروردین ۱۵, دوشنبه

له اداري فساد سره د مبارزي د اداري مشر عزيزالله لودين وايي دوی د سل مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د چارواکو له لوري د تر سره سوي فساد يوه مهمه دوسيه څارنوالۍ ته سپارلي ده.

https://p.dw.com/p/RF9V
د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې رييس عزيزالله لودين
د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې رييس عزيزالله لودينانځور: DW/M.Jalalzai

د آريانا شرکت څخه نيولې بيا تر يو شمير قرار دادونو او د حکومتي ځمکو تر نيولو پوري بيلا بيلي کوچنۍ دوسيې په دغه فايل کي ځاي سوي دي.

لودين چي د ولسي جرګې استازو ته يې خبري کولې وويل چي د کابينې يو شمير وزيران او مرستيالان هغه کسان دي چي په دغه سل مليونه ډالريز فساد کي ښکيل دي.

« په دغه دوسيه کي چي اوس يې تاسو ته در ښکاره کوم د سل مليونه ډالرو په ارزښت د تر سره سوي فساد ککړ کسان شامل دي، ستاسو وزيران او ستاسو زور واکان هم په دغه ډله کي دي».

تيره اونۍ د پراخ فساد په تور د دوو لوړ پوړو افغان چارواکو د نيولو خبر ورکړل سو.

لومړي يي عنايت الله قاسمي وو چي څو کاله دمخه د ترانسپورت وزارت مشري ور په غاړه وه او پري توردی چي د سرکار په مليونونو امريکايي ډالر يې خوړلي او امريکا ته تښتيدلي وو.

نور الله دلاوري چي د افغانستان بانک مشري ور په غاړه هم ونيول سو چي وروسته بيا دغه دواړه چارواکي د ضمانت په بدل کي آزاد سوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزي د ځانګړي ادارې مشر د يو شمير هغو حکومتي ادارو نومونه واخيستل چي په وينا يې په فساد کي ډوبي دي.

ښاغلي لودين د يوې ځانګړي کورنۍ لاس ته د يوې غټي حکومتي ادارې په لويدو انديښنه څرګنده کړه چي په وينا يې له مراجعينو د فوټبال د توپ په توګه کار اخلي.

تيره اونۍ د پراخ فساد په تور د دوو لوړ پوړو افغان چارواکو د نيولو خبر ورکړل سو.
تيره اونۍ د پراخ فساد په تور د دوو لوړ پوړو افغان چارواکو د نيولو خبر ورکړل سو.انځور: AP

« يو ليست راسره دی چي د ترافيکو د رياست په اړه دی او ما له ولسمشرسره هم پرې خبري کړي، د ترافيکو اداره د يوې کورنۍ د څلورو غړوپه لاس کي ده، پلار مديردی، زوي امر دی او تره هم کاتب».

په همدې حال کي رسنيو خبر ورکړی چي د افغان کابيني يو برحال معين هم پيژندل سوی چي د مليونونو افغانيو په اختلاس کي لاس لري خو حکومت د دغه کس د نيولو په برخه کي په خپله ناتواني اعتراف کوي.

د لوي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي: « په دغه معين صايب چي نوم يي نه اخلم پيځه کاله او يوه مياشت حبس راوتلی، که چيري څارنوالي د هغه د نيولو هڅه وکړي نو بايد د هغه د نيولو لپاره په سلهاوو تنه پوليس سرتيري ورولي او بيا به هلته مرګ ژوبله رامنځ ته کيږي او يو شميرکسان به مړه او ژوبل کيږي».

دا لومړی ځل ندی چي افغان چارواکي په اداري فساد د ککړو حکومتي چارواکو د نيولو په برخه کي په خپله ناتواني اعتراف کوي، بلکي حتي ولسمشرکرزي هم ويلي چي له فساد سره مبارزه ستونزمنه او ډير وخت ته اړتيا لري.

د افغانستان په ډيرو حکومتي ادارو کي د پيسو له ورکړي پرته د مراجعينو کار نه خلاصيږي. ډيری خلک په ادارو کي د نن لاړ سه صبا راسه له هغه فرهنګ څخه چي د بډو سوداګري بلل کيږي سخت په تنګ سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل