1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کم عمره هلکانو پر مبايلونو بربنډ انځورونه

۱۳۹۷ بهمن ۲۸, یکشنبه

آلماني ښوونکو خبرداری ورکړی چې بعضي هلکان د خپلو سمارت فونونو پر سکرين سکسي انځورونه او ويډيوګانې پیدا کوي. يو شمير کارپوهان په دې نظر دي چې پر هغو هلکانو چې عمرونه يې له ۱۴ کلونو ښکته دي بايد سمارت فون بند کړل شي.

https://p.dw.com/p/3DWwO
Mädchen mit IPhone Smartphone Kind
انځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کې د تربيتي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې حتی د ابتدائيه ښوونځيو زدکونکي پر خپلو زيرک تیلفونو سکسي انځورونه او ويډيوګانې پيدا کوي.

د انترنيټ د ناوړه استفادې د چارو رسمي کارپوه يوليا فون وايلر خبريالانو ته ويلي دي چې په ښوونځيو کې کم عمره زده کونکي د خپلو زيرکو تيلفونونو له لارې يو بل ته د بربنډو انځورنه ليږد راليږد کوي.

هغه وايي د دې شاهده ده چې حتی له ۹ څخه تر ۱۱ کلونو پورې هلکانو يو بل ته سکسي انځورونه استولي دي.

په انترنت کې د ماشومانو له حقونو څخه د ناوړه استفادې پر ضد د مبارزې دغه کارپوه په دې باور ده چې قانون بايد پر هغو ماشومانو باندې چې عمرونه يې له ۱۴ کلونو ښکته وي زيرک تيلفونونو ته لاسرسی ممنوع کړي.

هغه زیاتوي: «څرنګه چې قانون مخدره موادو او الکولي مشروباتو ته د ماشومانو له لاسرسي څخه مخنيوی کوي، همدا ډول بايد هغوی د قانوني لارې د زيرک تيلفونونو له زیانونو څخه هم وژغورو.»

د پوليسو کارپوهان هم د ميرمن فون وايلر انديښنې تائيدوي. د آلمان د جنايي پوليسو له ادارې څخه يوديت دوبروف په ټولنيزو رسنيو کې ويلي دي: «په ورستيو کلونو کې ګڼ شمير کسانو د دغې قضيه په اړه شکايتونه کړي دي.»

هغې زياته کړې ده چې په اوسط ډول په هرو دوو اوونيو کې يو ځل له سکسي محتوا لرونکو قضيو سره مخ کيږي.

ميرمن دوبروف په دې اړه وايي: «له هغه وخته چې هر ماشوم يو زيرک موبايل په لاس کې اخيستی، دا ډول پيښې ډيرې رامنځ ته شوي او په عين وخت کې د دغو افرادو عمرونه هم په ترتيت ښکته کيږي.»

د ۱۴ کلونو څخه پر ښکته عمر درلودونکو ماشومانو د زيرک موبايلونو د احتمالي ممنوعيت په هکله يو دولتي چارواکی وايي: «پر ماشومانو باندې د ګرځنده تيلفونونو قانوني ممنوعيت به په احتمالي توګه د حل يوه اسانه او چټکه لار وي.» خو د دغه چارواکي په خبره، قانوني ممنوعيت نه شي کولای انترنيت ته د ماشومانو د نامحدوده لاسرسي ستونزه، له مخې لرې کړي.