1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له گل آغا شېر زي سره د دويچه ويله مرکه

مرکه کوونکی: خليل الرحمن اميد۱۳۹۳ فروردین ۵, سه‌شنبه

د افغانستان ولسمشرۍ ته له کانديدانو سره د مرکو په لړ کي نن له دویچه ویله سره د گل آغا شېر زي مرکه خپريږي. مرکه څو ورځي مخکي تر سره سوې ده.

https://p.dw.com/p/1BVLl
انځور: picture-alliance/dpa

دويچه ويله: که چيري تاسي راتلونکی ولسمشر شی، ستاسو کار به له اوسني ولسشمر حامد کرزي سره څه توپير ولري؟

شېرزی: له خپلو تجربو څخه به زه کار واخلم او هغه تشي چې په دې حکومت کې ما ليدلي دي هغه ته به د حل لار پيدا کړم چې کار به اهل کار ته وسپارم، د روابطو پر ځاي به ظوابطو ته ارزښت ورکړم، لکه څرنګه چې په دې تيرو ۱۲ کلونو کې اداره په مصلحت وچلېده عواقب يې ډير بد ول او افغانستان د نړۍ په کچه د فاسد هيواد نوم خپل کړ. بايد هغه ستونزي چې د ټولو خلکو او ښځو حقونه پکښې تر پښو لاندي شوي او قانون نه دی پلی شوی، په مالي او قضايې ادارو کې چې کوم فساد شته، بايد هغه ستونزي ټولي زه هواري کوم.

په دغه شکل حکومت چې اوس روان دی خلکو چور جوړ کړی دی فساد، غصب او هر څه روان دي او حکومت يوه قاتل، غاصب او ظالم ته هيڅ هم نه وايې داسي حکومت خو زه نه غواړم، ماته دې خداي مرګ راکي. خو داسې حکومت نه غواړم، دا ډول حکومت زه نه جوړم، زه به قانون پلی کوم او د افغانستان او نړۍ خلکو ته به امتحان ورکوم. زه بيا هم وايم چې زه يوازي د پنځو کالو له پاره حکومت کوم او دا پنځه کاله يوازي امتحان ورکوم چې ګل اغا دا ډول کار کوي. زه به په دې پنځو کالو کې داسي کار وکم، لکه بيلدوزر چې ځمکه هواروي زه به هم د افغانستان د خلکو له پاره داسي کار وکم، يو ښه حکومت او ښه نظام به ورته راولم.

دويچه ويله: آيا له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاسليک کوي؟ او که تاسو هم په دې اړ پر هغو شرايطو ټينگار کوئ چي کرزي يي کوي؟

شېر زی: زه د افغانستان د خلکو رايي ته احترام لرم او د افغانستان خلکو او مشورتي جرګې دا تړون لاسليک کړی دی نو که زه خدای ولسمشر کړم زه سل په سلو کې دا تړون لاسليکوم، ځکه چې دا د افغانستان د خلکو په ګټه دی او د افغانستان ملي ګټي پکښې خوندي دي.

دويچه ويله: د سولي د رامنځ ته کيدو او ځيني نوري غوښتني چې کرزې يې لري هغه به پکښې ځای پر ځای کړی او که څرنګه؟

شېر زی: نه څه چې د افغانستان خلکو لاسليک کړي زه به هغه له امريکا سره لاسليکوم، سوله بايد موږ خپله راولو، خود به موږ امريکا او پاکستان ته اړتيا لرو، خو لومړی څه دادي چې موږ بايد خپله کار وکو او سوله رامنځته کو.

دويچه ويله: په افغانستان کې به له وسله والو طالبانو سره ستاسو چلند څه ډول وي؟

شېر زی:هر هغه څوک چې افغان وي او په افغانستان کې سوله غواړي موږ له هغوی سره سوله کوو او د هغه چا پر وړاندې چې په افغانستان کې بېګناه وينه تويوي، خلک وژني، قانون او اسلام ته احترام نه لري د هغوی په مقابل کې جهاد روا دی او پر وړاندې به يې مبارزه کوو.

دويچه ويله: د افغانستان ستره ستونزه په څه کې وينئ: امنيت؟ اداري فساد او که په بېکارۍ او فقر کې؟ د ستونزې د حل له پاره ستاسو پروگرام څه دی؟

شېر زی: ښه حکومتداري نسته ښه حکومت د خداي نعمت دی او د افغانستان خلکو ته بايد ښه حکومتداري رامنځته کو.

دويچه ويله: د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا له پاره څه پلانونه لرئ؟ تر څو پر خپلو پښو ودريږي.

شېر زی: د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا له پاره موږ پلان او پروګرام لرو، موږ بايد امنيت رامنځته او ملي سوداگر وهڅوو چې فابريکي جوړي او پانګونه وکي او همدا شان بايد موږ بهرني تجاران راجلب کو او له نړيوالي ټولني او ګاونډيانو سره بايد تړونونه لاسليک کړو چې کانونه راوباسو، صنعتي پارکونه او د کارګو لوي ميدانونه جوړ کو او زه غواړم چې افغانستان يو فري زون جوړ کړم او غواړم چې په افغانستان کې امنيت او سوله رامنځته شي.

غواړم چې ښه پارکونه او سړکونه جوړ سي ځکه چې افغانستان ښې خوږې اوبه لري، باغونه لري، غرونه لري، ښه کښتونه لري، ښې اوبه او هوا لري نو موږ بايد کوښښ وکو چې د نړيوالي ټولني او سيلانيانو له پاره دا زمينه برابره کو چې راشي زموږ په ملک کې وګرځي او سياحت وکي.

دويچه ويله: په افغانستان کې د گاونډيو او نورو بهرنيانو د گټو د تصادم د مخننوي له پاره، څه ډول بهرنی سياست تعقيبوئ؟

شېر زی: زموږ خارجې پاليسي دا ده چې د ګاونډيو هيوادو، عربي هيوادو او نړيوالي ټولني سره ښې اړيکې ولرو د خپلو ملي ګټو پر بنياد باندي، موږ به د دوی ګټې هم ساتو او خپلي ګتي به هم ساتو.