1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښوونځیو محرومو نجونو ته په دایکندي کي کتابتون جوړ سو

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ مهر ۵, سه‌شنبه

د دایکندي ولایت په سنګ تخت بندر ولسوالۍ کې فرهنګي فعالانو د کتاب راټولولو په یو کمپاین کي اووه زره کتابونه راټول کړي او له ښوونځيو محرومو نجونو ته يې کتابتون ورڅخه جوړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4HOv5
دایکندي ولایت کې د کتابتون پرانستل
دایکندي ولایت کې د کتابتون پرانستل انځور: Gudratullah Mousavi /DW

د دایکندي ولایت په یوه لیري پرته ولسوالي کي یو شمیر فرهنګي ځوانانو د انلاین زده کړو کورسونه پیل کړي او یوه کتابتون يې هم جوړ کړی دی، له دې کار څخه د دوی موخه داده، هغه نجوني، چي طالبانو له واکمنۍ وروسته له ښوونځیو محرومي سوي دي معنوي لاسنیوی يې وکړي. 
د یاد کتابتون مسؤلان وايي، د پروسږکال په وروستیو کي، چي طالبانو ښوونځیو او لېسو ته د نجونو  پر تګ بندیز ولګوی، نو دوی ددغسي یو نوښت په فکر کي سول، ترڅو  له زده کړو څخه د محرومو زده کوونکو سره له دې لاري همکاري وکړي. 

ګرځنده ښوونځی، ګرځنده کتابتون
د کتابتون یوتن مسؤل قدرت الله موسوي وايي، له تېر ژمي راهیسي يې د کتابونو په راټولولو لاس پوري کړی او په دې ترڅ کي يې له بېلا بېلو ولایتونو لکه بامیان، دایکنډي، کابل، هرات او بلخ څخه تر اوو زرو ډېر کتابونه راټول کړي او تازه يې دغه کتابتون پرانیستی دی. 
موسوي وايي: «د ښوونځیو پر مضامینو سربېره سیاسي، اقتصادي، کرنیز او ددیني علومو کتابونه په دغه کتابتون کي موجود دي او همدارنګه یوشمیر بهرمېشتو افغان ځوانانو د ۶۴ زرو افغانیو په لګښت د کتابتون لپاره کمپيوټر،مېزونه، چوکۍ او د کتابونو د المارۍ مرسته کړې ده. » 

دایکندي کې له ښوونځي څخه د محرومو نجونو له پاره جوړ شوی کتابتون
دایکندي کې له ښوونځي څخه د محرومو نجونو له پاره جوړ شوی کتابتونانځور: Gudratullah Mousavi /DW

ځينو طالبانو وسلې په کتابونو بدلي کړي
د سنګ تخت بندر ولسوالۍ ځوانانو دا کار د دې لپاره کړی، چي له یوې خوا تر شپږم ټولګي پورته هغه نجوني، چي له رسمي زده کړو محرومي دي معنوي ملاتړ يې وسي او ترڅنګ يې په ټولنه کي د بې سوادۍ اوکرکجن تاوتریخوالي په وړاندي مبارزه وشي  او په ټولنه کي مطالعه دود شي.
هغه نجوني، چي ښوونځیو ته له تګ څخه محرومي دي د دغه کتابتون جوړېدل پر نیک فال نیسي او وايي، هڅه کوي، چي له دې لاري د  پوهي سطحه لوړه کړي. 
سیما مهندس، پروسږکال د ښوونځي په یوولسم ټولګي وه، د طالبانو له راتلو سره له ښوونځي محرومه سوه ، هغه د دغه کتابتون په پرانیستلو خوشحاله ده او د خپلي اړتیا وړ کتابونه له دغه کتابتون څخه وړي. 
مهندس زیاتو: « درې ورځي کېږي، چي ما دوه کتابونه کورته له دې ځایه وړي دي، د کور د کارونو ترڅنګ په فارغ وخت کي يې مطالعه کوم.»
هغه هیله لري، چي یوه ورځ داسي هم راسي، چي د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دې هوډ کړی، چي لیسانس او ماسټري په یو باندني هیواد کي تر لاسه کړي.

 

کابل کې د مېرمنو له لوري جوړ شوی کتابتون
کابل کې د مېرمنو له لوري جوړ شوی کتابتونانځور: Zan Library/dpa/picture alliance

د روغتیا وزارت: په کابل پوهنتون کې ډزو شپږ تنه ټپیان کړي
کلتوري فعالان هم د کتابتون پرانیستل ستايي اودا کار د بې سوادۍ او ناپوهۍ پر وړاندي یو مثبت ګام ګڼي. 
د کلتوري چارو کارپوه سرور جوادي ډویچه ویله ته وویل، کتاب په ټولنه کي د پوهنیز پرمختګ، د ناپوهۍ او بې سوادۍ پر وړاندي د مبارزې مهم اصل دی. 
جوادي زیاته کړه: «اوسمهال مطالعه له ځوانانو سره د معنوي مرستي او زده کړي یوه غوره لار ده او له هغو کسانو سره بیا ډېره مرسته کوي، چي له ښوونځیو محروم دي. » 
دایکندي د افغانستان یو له غرنیو او مرکزي ولایتونو څخه دی، چي په مخکنیو کلونو کي يې نیمايي زده کوونکي نجوني وې، ددغه ولایت یوشمیر زده کوونکي ان د تعمیرونو د نشتوالي له امله په خیمو یا هم تر شنه اسمان لاندي زده کړي کوي. 
د یادوني وړ ده، چي د دایکندي ولایت د شهرستان او میرامور ولسوالیو کي عامو خلکو د دوو باب ښوونځيو د رغولو چاري پیل کړي، چي تر اوسه يې پنځوس سلنه د رغولو چاري پای ته رسیدلي دي. 

محمد اسحاق اکرمي/ محمدابراهیم سپېڅلی

د ښځو پر وضعیت له وږمه فیروز سره ځانګړې مرکه