1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له ښوونځي منع شوي نجونې: له مجبورۍ مو کورک پاکۍ ته مخه کړي

شعیب تنها شکران
۱۴۰۱ آذر ۹, چهارشنبه

پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنیدو سره سم ډېري ښځې او ځوانې نجونې له خپلو لومړنیو حقونو او ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شولې. دغه نجونو په کورونو کې د کښېناستو پر ځای درنو کارونو ته مخه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4KIpO
Afghanistan Moderne Sklaverei in Kabul
انځور: DW/S.Tanha

«د ټولګي اول نمره وم او هیله مې لرله، چې زده کړو ته دوام ورکړم او د خپلې خوښې مسلک له لارې د هيواد او خلکو له پاره خدمت وکړم، خو د طالبانو له راتګ سره حالاتو مجبوره کړم، چې کورک پاکۍ ته مخه کړم.»

دا د ۷ کلنې ګلثوم څرګندونې دي، چې د هرات ولایت د کورک پاکولو په یوه شرکت کې کار کوي.

اړوند مطلب: نړيوال بانک د نجونو پر ښوونځيو د بندیز په غبرګون کې پروژې ځنډولي

هغه د سهار له ۷ بجو د مازدیګر تر ۴:۳۰ پورې د څلور کیلو کورک پاکولو مسؤلیت لري، چې ۱۷۰ افغانۍ ترلاسه کوي. ګلثوم وایي، له مجبورۍ یې دغه کار ته مخه کړې ده: «کورک پاکول ما ته د ملا درد او تنفسي ستوونزې پیدا کړي. معمولاً د کورک پاکولو چاپیریال ډېر ناپاکه وي او څو ساعته کار د ملا د درد لامل کیږي، په ځانګړي توګه هغه همکارانې مې چې عمر یې ډېر دی له دغې ستوونزې سره مخامخ شوې دي.»

Afghanistan Moderne Sklaverei in Kabul
انځور: DW/S.Tanha

پلوشه هم له هغو نجونو څخه ده چې ښوونځي ته له تګ څخه د بې برخې کیدو وروسته مجبوره شوې ده، څو د کورک پاکولو کار وکړي. هغې مخکې په اتم ټولګي کې زده کړې کولې، خو د طالبانو په راتګ سره یې د زده کړو هیلې له منځه تللي: «د کورک پاکۍ له لارې د ځان او کورنۍ لګښت پوره کوم. سخت کار دی، خو مجبوره یم چې دغه کار وکړم، ځکه په کور کې کښېناستل راته سخت دي او بل زموږ اقتصادي حالت هم ښه نه دی.»

مرضیه یوه بله ځوانه نجلۍ ده چې هره ورځ اته ساعته په کورک پاکولو کې بوخته ده او وایي، هیله لري چې ښوونځي بیا خلاص شي او دوی به وکولای شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

اړوند مطلب: هرات: د زعفرانو د پروسس په برخه کې ۷۰۰ ښځو ته د کار زمينه برابره شوې ده

کورک د وزې د وړیو یوه برخه ده چې د ورېښمو غالۍ او د ورېښمو جامو په جوړولو کې کارول کیږي.

په هرات کې د فیصل فهیم د کورک پاکولو شرکت مسؤلین وایي، ۴۰۰ نجونو او هغو مېرمنو چې په دولتي ادارو کې یې کار کاوه، له وروستیو بدلونونو وروسته د کورک پاکولو مسلک ته مخه کړې ده.

Afghanistan Moderne Sklaverei in Kabul
انځور: DW/S.Tanha

د دغه شرکت د کارګرانو مشر نصیراحمد دویچه ویله ته وویل: «موږ هڅه کوو چې د ښځو له پاره کاري چاپیریال برابر کړو، څو له یوې خوا بوختې شي او له بل لوري وکولای شي، د ژوند لګښتونه خوندي کړي. ډير کسان چې دلته کار کوي هغه نجونې دي، چې ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شوې دي او ځینې یې نه توانیږي چې په دولتي ادارو کې کار وکړي، په ورځ کې ۳ ټنه کورک د دغو مېرمنو له لوري پاک او پروسس کیږي.»

اړوند: په افغانستان کې د ښځو حقونه

په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وایي، د طالبانو له راتګ وروسته د دغه ډلې له لورې د بې شمېره محدودیتونو وضع کولو، د ښوونځیو هغه نجونې او مېرمنې چې له زده کړو او کار کولو بې برخې شوې دي، په روحي او رواني ستوونزو اخته شوې دي.

خوستۍ مېرمنې: د کار فرصتونه غواړو

هغه ډاکټرانې چې لا هم په افغانستان کې دي

کندهار؛ ښځو ته له کوره د کارکولو زده کړي ورکړل سوي