1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"له پوليسو سره د خلکو همکاري پر ډيريدو ده"

۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د زور پالو پر وړاندي په روان کمپاین کې د ولسي خلکو د همکارۍ د ډيريدو خبره کوي.

https://p.dw.com/p/14TBd
انځور: DW

دا په داسي حال کي ده چي وسله والو طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې د پوځ او پولیسو له يونيفورم څخه د حکومت او بهرنیو سرتیرو پر ضد د نوي تکتیک په توګه کاراخلي.

حکومت وایې ولسي خلکو په ډیرو مواردو کې د طالبانو د مشرانو د غونډو، ورانکارو فعالیتونو او د هغو ماینونو په باب پولیسو ته خبر ورکړی دئ چې د حکومتي کتارونو د له مینځه وړلو له پاره ئې پر واټونو او تر پلچکانو لاندي ځای پر ځای کړي وه.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو پر وړاندي به د دوی جګړه زور اخلي او پر دې سربیره به پولیس ځواک هغو سیمو ته متوجه وي چې د دښمن له جدي خطر سره مخامخ او کمزوري سیمي بلل کیږي.

د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په وینا خلک له پولیسو سره د خپلو سیمو په ساتلو کې همکاره شوي دي او دغه همکاري هغه مهال زیاته شوه چې د پولیسو او خلکو ترمنځ په تیرو کلونو کې رامنځ ته شوی واټن له مینځه ولاړ.

صدیقي وایي پولیس ځواک ته په ملي روحیه روزنه ورکړل شوې ده او له خلکو سره اوس په کلیو او بانډو کې د هغو سلوک مسلکي بڼه غوره کړې ده.

«د خلکو په همکارۍ زموږ هڅه دا ده چې پر طالبانو کړۍ را تنګه کړو اود هغوی د فعالیت ساحه نوره هم لږ کړو او په دې برخه کې د سیمي د خلکو پر همکارۍ حساب کوو».

خو که له یوه لوري د کورنیو چارو وزارت له دوي سره د ولسي خلکو د همکارۍ خبري کوي له بل لوري دولت ضد وسله وال اوس خپلو تکتیکونو ته بدلون ورکړی دئ.

په یوه تازه پیښه کي تیره ورځ د ملي دفاع وزارت د قراول په څو کوټو کې شاوخوا لس د ځانمرګو بریدونو له پاره د بمونو ډک واسکټونه له دوو شکمنو کسانو سره یو ځای نیول شوي دي.

اوس د ولسي خلکو تر منځ دا ویره رامنځ ته شوې ده چې ترهګر څرنګه کولای شي د دفاع او کورنیو چارووزارت په څیر خوندي سیمو ته لاره پیدا کړي. ایا په پوځي تاسیساتو کې د خوندي توب له پاره خاص ټولګي شتون لري که څنګه؟

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستیال دولت وزیري وايي چي د وزارت په ټولو ټولگيو کي استخباراتي کړۍ فعالي دي:

خو د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چي طالبان اوس هم ددوی پر وړاندي ستر گواښ دئ او زياتوي چي له هغوی سره د نورو هيوادونو ملاتړ شته.

«طالبان لا هم زموږ پر وړاندي یو ګواښ شمیرل کیږي، هغوی د پولي هغي غاړي ته له پرتو هیوادونو ملاتړ تر لاسه کوي، ځالي ئې هلته دي او هلته خواخوږي او همکاران لري».

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل