1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پروان زندانه دوه تنه يمني بنديان آزاد سوي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۶, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت، ویلي دي چې کابل ته څیرمه یې ۱۱ بندیان له پوځي زندان څخه بل ځای ته انتقال کړي دي. د اوباما اداره په دې هڅه کې ده چې له افغانستانه تر وتلو د مخه د بندیانو شخړه ییز پروگرام وتړي.

https://p.dw.com/p/1D32z
انځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ ویاند ډگرمن مایلز کگینز، په تیره اوونۍ کې کابل ته څیرمه د پروان له پوځي زندان څخه پاکستان ته د نهو بندیانو د انتقال خبر ورکړی دی. نوموړي ویاند په خپلو خبرو کې ویلي دي چې په روانه اوونۍ کې دوه بندیان یمن ته انتقال شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې دغه بندیان د خپلو هیوادونو چارواکو ته سپارل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي، په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین یې په افغانستان کې د خپلي اوږدې مودې پوځي ماموريت ختموي، د اوباما اداره په چوپتیا سره له مخفي زندانانو بندیان انتقالوي.

په پام کې ده چې متحده ایالات د روان میلادي کال تر پایه له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي. که چیرې د کابل او واشنگټن تر منځ دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک شي نو یو شمیر امریکایي عسکر به په افغانستان کې د پاتېدو اجازه ولري. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ناندریزو ټاکنو له کبله له یوه سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.

د بشري حقونو فعالانو له ۲۰۰۱م کال راهیسې د شکمنو بندیانو د اوږدې مودې پر بند باندي چې په غالب گومان پر زیاترو یې تور هم لگلو شوی نه دی، نیوکې کړې دي. د بشري حقونو فعالانو همداشان د دغو بندیانو خپلو هیوادونو ته سپارل چې د بشري حقونو په برخه کې کومه ښه سابقه نه لري په هکله هم نیوکې کوي.

جمهوري غوښتونکو د نورو بندیانو د آزادیدو په هکله د اوباما پر ادارې باندي نیوکه کړي وې. د انتقاد کوونکو په وینا بندیان په آسانۍ سره کولای شي بېرته پوځي فعالیتونو پيل کړي.

آژانس کاږي چې د پروان په زندان کې د بندیانو هویت چې پکښې د تونس، روسیې او اردن هیوادونو وگړي هم شامل دي اوس هم یو پټ راز دی.

د یمن د بشري حقونو وزارت د روان میلادي کال په سر کې ویلی ول چې له دغو دوو بندیانو څخه یو يې په تایلنډ کې نیول شوی وو.

د عدالت نړیوالې شبکې، چې د متحده ایالاتو په محکمه کې یې د نوموړو بندیانو پر ضد د اقامې دعو کړې وه، په خپله انټرنیټي پاڼه کې ویلي دي چې دغه دواړه کسان له افغانستان څخه د باندي نیول شوي ول او په «مخفي زندانونو» کې تر پوښتنو گرویږنو وروسته افغانستان ته انتقال شوي ول.